د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان یو شمیر اوسیدونکي وایي د پولیو په اړه د کورنیو د پوهاوي کچه لوړه شوې


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د بغلان ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي چې پدې ولایت کې د پخوا په پرتله د پولیو په اړه د کورنیو د پوهاوي کچه لوړه شوې.

ویل کیږي چې پدې وروستیو کې په بغلان ولایت کې د عامې روغتیا وزارت او همکارو نړیوالو ادارو په مرسته د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې، او هغوی اوس خپل ماشومان واکسینوي.

د بغلان ولایت یو تن اوسیدونکي، رحیم الدین، امریکا غږ ته وویل: ”پخوا د پولیو ضد واکسین په هکله منفي تبلیغات کیدل، خو اوس موږ د واکسین په ارزښت او ګټو پوهیدلي یو او خپل ماشومان واکسینوو، ځکه دوه څاڅکي واکسین کولای شي د هغوی ژوند وژغوري.“

د نوموړي په وینا، که څه هم په بغلان ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې، خو د عامې روغتیا وزارت او همکار بنسټونه باید منظم کمپاینونه ترسره کړي، تر څو د ګوزڼ ناروغۍ د خپریدو مخنیوی وشي.

د بغلان ولایت اوسیدونکې، ښوونکې بلقیس، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”ما تل خپل ماشومان واکسین کړي، او په پام کې لرم چې په راتلونکي روزنیز کال کې په رضاکارانه ډول د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې ونډه واخلم، او کورنۍ وهڅوم چې خپل ماشومان واکسین کړي.“

نوموړې د عامې روغتیا له وزارت څخه غواړي چې په لیرې پرتو سیمو کې د عادي کمپاینونو سربیره، د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره کړي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”په ۲۰۲۲میلادي کال کې مو په بغلان او شمالي ولایتونو کې کومه مثبته پېښه او مثبت سمپلونه نه درلودل. په ۲۰۲۳ میلادي کال کې بغلان کې دوه سرتاسري کمپاینونه په پام کې نیول شوي، چې لومړی به یې مارچ کې ترسره شي.“

د نوموړي په وینا، کوښښونه روان دي تر څو هیڅ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشوم له پولیو ضد واکسینو څخه پاتې نشي، او خلک باید د پولیو ضد مبارزه کې د زړه له کومې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG