د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د ګوزڼ واکسین په اړه میندو ته د یو شمېر لوستو میرمنو سپارښتنې


د پولیو واکسین
د پولیو واکسین

د فراه ولایت لوستې میرمنې له میندو غواړي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي، چې له تل پاتې‌ معلولیت او مړینې څخه وژغورل شي.

د فراه ولایت یو شمېر میرمنې چې له لوړو او منځنیو زده کړو برخمنې دي، له نورو میرمنو په ځانګړي ډول له میندو غوښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو روغتیا له پامه ونه غورځوي او په کمپاینونو او کلینیکونو کې دې هغوی واکسین کړي.

دوی یادونه کوي چې د ګوزڼ ضد واکسین په اړه ناسم تبلیغات او ناسمې مفکورې هیڅ ډول علمي‌ او طبي‌ بنسټ نلري او باید ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین تطبیق شي.

د فراه ولایت اوسیدونکې، سهیلا هوتکي، چې د سواد له نعمت څخه برخمنه ده، امریکا غږ ته وویل: ”ماشومانو ته واکسین ورکول یوه حیاتي‌ اړتیا ده او هیڅ راز شرعي‌، ټولنیزه، فرهنګي او روغتیایي ستونزه پکې نه لیدل کیږي، او ټولو میندو ته په کار ده چې له بیغوری لاس واخلي او خپل ماشومان واکسین کړي.“

په ورته مهال، د فراه ولایت روغتیا پالان هم له دا ډول میرمنو هڅې ستایي او د پولیو ضد مبارزه کې یې ګټورې بولي.

د فراه ولایت یو تن روغتیاپال، عبدالظاهر کلانتري، پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: ”دا چې باسواده میرمنې نورې میندې د ماشومانو واکسینولو ته هڅوي، په حقیقت کې د پولیو ضد مبارزې په بهیر کې یو ستر ګام دی او ډیر ژر به مثبتې پایلې له ځانه سره ولري.“

بل پلو، د فراه یو شمېر اوسیدونکي‌ وایي چې نه یواځې باسواده میرمنې، بلکه باسواده نارینه هم باید د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه کورنیو ته معلومات ورکړي، او د پولیو ضد مبارزه کې خپله ونډه ادا کړي.

د فراه ولایت اوسیدونکی، معراج، خپل نظر داسې شریکوي: ”موږ تل خپلو کورنیو ته سپارښتنه کړې چې باید په هر ډول شرایطو کې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.“

روغتیا پالان په ټینګار سره وایي چې پولیو درملنه نلري، خو کورنۍ کولای شي خپل ماشومان د واکسین په ذریعه د یادې ناروغۍ په وړاندې وقایه کړي.

XS
SM
MD
LG