د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه قومي مشران په خپلو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین په تطبیق ټینګار کوي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د فراه ولایت یو شمېر قومي‌ مشران له روغتیایي مسؤولینو غواړي چې د یاد ولایت د ټولو سیمو ماشومانو ته دې د ګوزڼ ضد واکسین ورسوي.

د فراه ولایت د بیلابیلو ولسوالیو یو شمیر قومي‌ مشران چې د ټولنیزو چارو سربیره د ولسونو روغتیا ته هم پاملرنه کوي، وایي چې د ګوزڼ ساري او ناعلاجه ناروغي د دوی د ماشومانو روغتیا او راتلونکی ګواښي، او روغتیایي مسؤولین باید د دوی سیمو ته واکسین ورسوي.

د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ یو تن قومي‌ مشر، محمد ابراهیم، امریکا غږ ته وویل: ”پولیو یوه ګواښوونکې او ناعلاجه ناروغي ده، خو دوه څاڅکي‌ واکسین کولای شي ماشومان د یادې ناروغۍ پر وړاندې وقایه کړي.

نوموړی له روغتیایي چارواکو غواړي چې د دوی سیمې ته دې په ټاکلي وخت واکسین ورسوي، او تر څنګ یې په کورنیو غږ کوي چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ قومي‌ مشر، سمون خان غفوري بیا وایي چې د پولیو واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې همکاري ته ژمن دی او غواړي خلک دې ته وهڅوي چې په کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسین کړي.

په ورته مهال، د فراه ولایت روغتیایي چارواکي ډاډ ورکوي چې دوی به ټولو سیمو ته د منظم پلان له مخې د پولیو ضد واکسین ورسوي.

په فراه کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي‌ معافیت د پروګرام آمر، ډاکټر نجم‌الدین بشیري، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”ټولو ولسوالیو ته د اړتیا سره سم او د منظم پلان له مخې د پولیو ضد واکسین رسول د کتلوي معافیت د پروګرام له لومړیتوبونو څخه دی او دوی به پدې برخه کې هیڅکله خپلې هڅې ونه سپموي.

روغتیا پالان ټینګار کوي چې پولیو ناروغي درملنه نلري، خو دوه څاڅکې واکسین کولای شي ماشومان له تل پاتې معلولیت او مړینې وژغوري.

XS
SM
MD
LG