د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان: د ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې د واکسین تر څنګ، شخصي او محیطي حفظ‌الصحه اړینه ده


د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د میاشتې د پولیو کمپاین

د فراه ولایت یو شمېر ډاکټران د ګوزن ناروغۍ په مخنیوي کې د پولیو ضد واکسین تر څنګ، د شخصي او محیطی حفظالصحه رعایت هم اړین او ګټور بولي.

دوی په ټینګار سره له خلکو غواړي چې د خپلو ماشومانو شخصي‌ او محیطي حفظ‌الصحه ته دې جدي پاملرنه وکړي او په خلاصه فضا کې دې له رفع حاجت کولو څخه په کلکه ډده وکړي.

فراه کې د کوچنیانو د داخله ناروغیو متخصص، ډاکټر محمد هاشم صمیم، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د ساري ناروغیو په ځانګړي ډول د ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې د شخصي او محیطي حفظ‌الصحه رعایت یوه بنسټیزه اړتیا ده، او ټول خلک باید ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.“

د نوموړي په وینا، ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین رسول د روغتیایي چارواکو مسؤولیت دی، خو شخص او محیطي پاکوالي ته پاملرنه د ټولنې د ټولو غړو ګډ مسؤولیت بلل کیږي، او کورنۍ باید د ماشومانو د واکسین کولو تر څنګ، د هغوی د خواړو، ځای او د جامو نظافت ته هم جدي پاملرنه وکړي.

ډاکټر میرویس فضلي،‌ چې له اوږدې مودې راهیسې د فراه ولایت په کلیوالو سیمو کې د ناروغانو په درملنه بوخت دی، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”خوندي تشنابونو ته نه لاسرسی او په خلاصه فضا کې رفع حاجت کول د پولیو ویروس د خپریدو یو مهم لامل بلل کیږي، او په لنډ وخت کې زیات شمېر ماشومان په ګوزڼ ناروغۍ اخته کولای شي.“

د نوموړي په وینا، د پولیو ویروس معمولاً په انساني غایطه موادو کې شتون لري، او په آسانۍ سره د ککړو لاسونو له لارې د ماشومانو بدن ته داخلیږي او هغوی په ګوزڼ ناروغۍ اخته کوي.

ښاغلي فضلي زیاته کړه: ”د چاپیریال پاکوالۍ زموږ ټولو ګډ ټولنیز او کلتوري مسؤولیت دی، او موږ ټول باید حفظ‌الصحه رعایت کړو او د رفع حاجت لپاره باید له خوندي تشنابونو کار واخلو.“

روغتیا پالان تل ټینګار کوي چې پولیو یوه ساري او ناعلاجه ناروغي ده، خو کورنۍ کولای شي خپل ماشومان د پولیو ضد واکسین د تطبیق او د حفظ‌الصحه‌ د رعایتولو له لارې، د یادې ناروغۍ پر وړاندې وقایه کړي.

XS
SM
MD
LG