د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان: د پولیو وروستي کمپاین کې ښځینه واکسیناتورانو فعاله ونډه درلوده


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

روغتیا پالان وایي چې په غزني ولایت کې د روانې میاشتې کور په کور کمپاین کې ښځینه واکسیناتورانو فعاله او موثره ونډه درلوده.

غزني کې د پولیو کور په کور کمپاین د سپټمبر میاشتې په ۱۸ (وږي ۲۷) نیټه پیل شو او څلور ورځې ېې دوام درلود. په دې کمپاین کې ګڼ شمېر ښځینه واکسیناتورانو برخه اخیستې وه.

په غزني ولایت کې د روغتیا نړیوال سازمان مسؤول، ډاکټر فضل احمد حنیف پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د سپټمبر میاشتې په کمپاین کې مجموعاً ۱۶۴ تنه ښځینه واکسیناتورانو برخه اخیستې وه، چې ۲۹ تنو یې د غزني په مرکز کې او ۱۳۵ تنو نورو ېې په ولسوالیو کې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.“

د دې ولایت یو شمېر واکسیناتورانې وایې چې دوی د روانې میاشتې کور په کور کمپاین کی په بریالیتوب سره ماشومانو ته واکسین تطبیق کړی او د دې ولایت اوسیدونکو ېې تود هرکلی کړی.

د غزني ښار یوې واکسیناتورې، نازیه امریکا غږ ته وویل: ”موږ کور په کور وګرځیدو او له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته مو د پولیو ضد واکسین تطبیق کړ. موږ په دې کمپاین کې ولیدل چې کورنیو په ډیرې لیوالتیا سره خپل ماشومان واکسینول.“

د غزني ښار بله واکسیناتوره زرغونه بیا وایي چې که په کمپاینونو کې د ښځینه واکسیاناتورانو شمېر زیات شي، نو هیڅ ماشوم به له واکسین څخه پاتې نشي، ځکه ډیری میرمنې اجازه نلري چي خپل ماشومان نارینه واکسیناتورانو ته راوکاږي.

اغلې زرغونه د عامې روغتیا وزارت له مسؤولینو غواړي چې په راتلونکو کمپاینونو کې ښځینه واکسیناتورانو ته زیاته برخه ورکړي، تر څو میندې وکولای شي په راحتۍ سره خپل ماشومان واکسین کړي او پدې توګه د پولیو واکسین د پوښښ کچه لازیاته لوړه شي.

په غزني ولایت کې دغه کمپاین په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې د ګوزڼ دوهمه مثبته پېښه په کنړ ولایت کې ثبت شوه.

XS
SM
MD
LG