د لاس رسي وړ اتصالات

غزني ولایت کې د ګوزڼ واکسین د کمپاینونو نه تطبیق خلک اندېښمن کړي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

روغتیایي چارواکي وايي چې د غزني ولایت په شمول د هېواد په هیڅ برخه کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق په وړاندې خنډ او ستونزه نشته او د ګوزڼ ټول کمپاینونه په بریالیتوب سره تطبیق شوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخیل پدې اړه امریکا غږ ته وویل:”د هېواد په کچه کومه پېښه نه ده رامنځته شوې او له نیکه مرغه، زمونږ ټول کمپاینونو ښه پوښښ درلود او په کامیابۍ ترسره شوي.“

خو خلک بیا په غزنی ولایت کې د ګوزڼ د کمپاینونو نه تطبیق اندېښمن کړي او وايي که ماشومان یې واکسین نشي نو ښایي په دې ولایت کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبت شي.

د غزني ولایت یو تن اوسیدونکی، خان محمد وایي، له تیرو شپږو میاشتو په غزنی ولایت کې د ګوزن واکسین ماشومانو ته ندی تطبیق شوی او چارواکي باید دې برخې ته خاصه توجه وکړي، ځکه ممکن د پولیو واکسین نه تطبیق، ناوړې پایلې ولري.

د غزني بله اوسیدنکې، ګلثوم بیا امریکا غږ ته داسې وویل: "ګوزڼ یو ناعلاجه ناروغي ده چې یوازی واکسین کولی شي ماشوم له پولیو وژغوري. موږ ټول مسؤولیت لرو چې خپلو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړو."

چارواکي په داسې حال کې د ګوزڼ واکسین د کمپاینونو د ښه تطبیق خبره کوي، چې د ۲۰۲۳ میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو هیڅ کمپاین نه دی پلی شوی.

روغتیا پالان وایي چې میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو واکسینولو ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو د پولیو په ګډون د ماشومتوب د دورې د نورو وژونکو ناروغیو په وړاندې وقایه شي.

XS
SM
MD
LG