د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چاوراکي: په جنوبي ولایتونو کې ځیني کورنۍ لا هم خپل ماشومان نه واکسین کوي


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د پولیو پر ضد د مبارزې د پروګرام یو شمېر کارکوونکي وایي چې په جنوبي ولایتونو کې ځیني کورنۍ لا هم خپل له یو کال څخه کم عمره ماشومان نه واکسینوي.

د جنوبي ولایتونو روغتیایي چارواکي وایي چې په هر کمپاین کې له نویو زیږیدلو ماشومانو نیولې تر پنځه کلنو ماشومانو پورې د پولیو واکسین ورکول کیږي او لا هم یو شمېر کورنۍ شته چې له یو کال څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، که چیرې کورنۍ دغې ستونزې ته جدي پاملرنه ونکړي، ښایي ماشومان ېې په پولیو ناروغۍ اخته او په راتلونکي کې له معلولیت څخه رنځ یوسي.

په کندهار ولایت کې د پولیو ضد درې ورځنی کمپاین چې هدف ېې ۵۶۷۰۰۰ تنه ماشومانو ته واکسین رسول ؤ تازه پای ته ورسید، خو یو شمېر له یو کال څخه ټيټ عمر لرونکي ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي او د روغتیایي مسؤولینو اندیښنه ېې راپارولې.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس بسم‌الله باوري امریکا غږ ته وویل: "د کندهار له ټولو اوسیدونکو غواړو چې د پولیو په هر کمپاین کې خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو له پولیو ناروغۍ څخه په امان پاتې شي."

خو په کندهار ولایت کې د تازه ترسره شوي کمپاین تر ټولو لویه ستونزه له یو کلنۍ څخه د ټيټ عمر لرونکو ماشومانو غیابت بلل شوی، چې روغتیا پالان ېې اندېښمن کړي.

په کندهار کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام یو تن واکسیناتور، صفت‌الله همدرد پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "موږ په ۱۶ کلسټرونو کې ولیدل چې ځینې کورنۍ نوي زیږیدلي ماشومان او له یو کال څخه ټيټ عمر لرونکي ماشومان د واکسین لپاره نه راکاږي."

ښاغلي همدرد زیاته کړه، که څه هم دوی د مبلغینو په واسطه کورنیو ته پیغامونه رسولي، خو لا هم دغه ستونزه نده هواره شوې، او د حل یواځنۍ لار ېې کور په کور واکسین دی.

همدارنګه، ټاکل شوې وه چې د کندهار سره هم مهاله په هلمند ولایت کې هم د پولیو ضد کمپاین پیل شي، خو د کتلوي معافیت د پروګرام مسؤولین وایي چې په یاد ولایت کې دغه کمپاین د څو ورځو لپاره ځنډیدلی او د مې میاشتي په وروستیو کې به ترسره شي.

د سویلي حوزې د کتلوي معافیت د پروګرام مسؤول، حزب‌الله فطرت وایي چې په تېر کمپاین کې د واکسین پوښښ ۴۴ سلنه ؤ، خو پدې کمپاین کې مو د عامه پوهاوي له لارې هڅه کړې چې کورنۍ دې ته وهڅوو چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

روغتیایي مسؤولین وایي، هره ورځ د افغانستان بیلابیلو سویلي ولایتونو ته له پاکستان څخه ګڼ شمېر کډوال راستنیږي او د هغوی د ماشومانو د واکسین لپاره ېې ځانګړي پلانونه په پام کې نیولي.

XS
SM
MD
LG