د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ د مخنیوي په موخه شخصي رسنیو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه


د ژمن خصوصي تلویزیون لخوا د پولیو عامه پوهاوي پروګرامونه خپریږي
د ژمن خصوصي تلویزیون لخوا د پولیو عامه پوهاوي پروګرامونه خپریږي

په ننګرهار ولایت کې د پولیو د پرله پسې پنځمې مثبتې پېښې وروسته، د افغانستان د سوېل ختیځې حوزې یو شمېر خصوصي رسنۍ وایي چې دوی به د یادې ناروغۍ په اړه خپل د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.

د خوست ولایت د غږیزو او انځوریزو رسنیو په ډله کې، یو د ژمن په نامه خصوصي تلویزیون دی، چې تل د خپلو نورو خپرونو تر څنګ، د ګوزڼ ناروغۍ په اړه خپرونې لري، او اوس غواړي د یادې ناروغۍ د مخنیوي په موخه خپل د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.

په خوست ولایت کې د ژمن راډیو ټلوېزیون مسؤول مدیر، کبیر مشفق، امریکا غږ ته وویل: ”د عامه پوهاوي فعالیتونه یواځې د دولت یا نادولتي مؤسسو مسؤولیت ندی، رسنۍ هم باید پدې برخه کې خپله ونډه ادا کړي. موږ په پام کې لرو چې د پولیو د له منځه وړلو په موخه خپلې خپرونې زیاتې کړو.“

د نوموړي په وینا، ژمن تلویزیون اته کاله وړاندې خپل فعالیت پیل کړی، او د ګوزن ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه عامه پوهاوی یې په لومړیتوبونو کې ځای لري.

ښاغلي مشفق زیاته کړه: ”اوس د خوستوالو د پوهاوي کچه یو څه اندازه لوړه شوې، او ډیری کورنۍ په کمپاینونو او روغتیایي مرکزونو کې خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسینوي.“

په خوست ولایت کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر ګلاب جان صدیقي، چې کله نا کله د پولیو په اړه تلویزیوني خپرونو ته دعوت کیږي وایي چې ډیری وختونه یې په تلویزیوني خپرونو کې د ګډون لپاره خپل شخصي کتنځی تړلی، تر څو خلکو ته د پولیو په اړه معلومات وړاندې کړي.

ډاکټر صدیقي امریکا غږ ته وویل: ”د ښاري سیمو ډیری اوسیدونکي د راډیو په پرتله تلویزیون زیات کاروي، نو د هغوی لپاره تلویزیوني معلوماتي خپرونې ډیرې ګټورې دي، او موږ باید د تلویزیون له لارې خپل غږ دوی ته ورسوو.“

د نوموړي په وینا، د لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي او یا هغه کورنۍ چې د ځینو فرهنګي محدودیتونو له امله تلویزیون ته لاسرسی نلري، باید د راډیوګانو له لارې د پولیو د له منځه وړلو د عامه پوهاوي د رسنیزو خپرونو تر پوښښ لاندې ونیول شي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه: ”د خوست ولایت یو شمېر اوسیدونکو موږ ته ډاډ راکړی چې د پولیو په اړه خپرونې ویني او اوري، او د روغتیا پالانو د لارښوونو سره سم خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسینوي.“

روغتیا پالان تینګار کوي چې سیمه ایزې رسنۍ د پولیو په له منځه وړلو کې اغیزناک رول لوبوي، له همدې کبله د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره هم د عامه پوهاوي لپاره ټلوېزیون او راډیو ګتور بولي.

XS
SM
MD
LG