د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز ولایت قومي مشران د کور په کور واکسین د کړنلارې د پلي کیدو غوښتنه کوي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د کندز ولایت یو شمېر قومي مشران له روغتیایي چارواکو غواړي چې د جومات په جومات واکسین د کړنلارې په ځای، د کور په کور واکسین کړنلاره پلې کړي.

ویل کیږي چې په کندز ولایت کې لا هم د پولیو ضد کمپاینونه په جوماتونو کې ترسره کیږي، خو یو شمېر ځایي قومي مشران ځکه د کور په کور واکسین غوښتنه کوي، چې له دې لارې ټولو ماشومانو ته واکسین رسیږي.

د کندز ولایت یو تن قومي مشر، عبدالکریم تڼي، امریکا غږ ته وویل: ”جومات په جومات واکسین کې ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي، ځکه د ورځې له لوري نارینه په کورونو کې نه وي، او میرمنې نشي کولای خپل ماشومان د واکسین لپاره جوماتونو ته بوځي.“

نوموړی له روغتیایي مسؤولینو غواړي چې د جومات په جومات واکسین د کړنلارې په ځای، د کور په کور واکسین کړنلاره عملي کړي، تر څو هیځ ماشوم له واکسین څخه بې برخې پاتې نشي.

د کندز ولایت بل قومي مشر، غلام حیدر حیدري، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”لا هم په کندز کې ځینې کورنۍ شته چې خپل ماشومان نه واکسینوي. باید د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې دغو کورنیو ته قناعت ورکړل شي، چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

د نوموړي په وینا، د عامه پوهاوي پروګرامونه باید لیرې پرتو سیمو ته وغځول شي، تر څو خلک د ګوزڼ ضد واکسین په ګټو وپوهیږي، او په کمپاینونو او کلینیکونو کې خپل ماشومان واکسین کړي.

ښاغلي حیدري زیاته کړه: ”د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې باید د عامې روغتیا له ریاست سره، د حج او اوقافو ریاست، د اطلاعات او کلتور ریاست او هغه ادارې چې له خلکو سره نږدې اړیکې لرې، همکاري وکړي.

بل لوري ته، د کندز ولایت روغتیایي مسؤولین د خلکو غوښتنو ته په کتو سره ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به په یاد ولایت کې کور په کور واکسین تطبیق شي.

په کندز کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مشر، ډاکټر غلام جیلاني عطایي، امریکا غږ ته وویل: ”په تېر کمپاین کې د هدف وړ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین رسیدلی. موږ په یوه داسې میکانیزم کار کوو چې پر بنسټ به یې د جومات په جومات کمپاین په عوض، کور په کور کمپاین تطبیق شي.

XS
SM
MD
LG