د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو پېښې مخ په کمیدو دي - روغتیایي چارواکي


د ۲۰۲۲ کال در اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال در اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین

د پولیو د نړیوالې ورځې په را رسیدو سره د طالبانو د حکومت روغتیایي چارواکي وایي چې په افغانستان کې د پولیو پېښې مخ په کمیدو دي او د پولیو ضد مبارزه بریالۍ ده.

په افغانستان کې دا ځل د پولیو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې د هېواد په ډیری لیرې پرتو سیمو کې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین رسیدلی.

په پلازمینه کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت روغتیایي چارواکو د پولیو ضد مبارزه کې د خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سر پرست وزیر، ډاکټر قلندر عباد امریکا غږ ته وویل: "له ټولو افغانانو غواړم چې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي او له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو زموږ هېواد د تل لپاره له دې بدمرغه ناروغۍ څخه خلاصون ومومي."

نوموړي همدارنګه له سیمه ایزو چارواکو وغوښتل چی د اړتیا په صورت کې د پولیو برخې له کارکوونکو سره مرسته وکړي.

په غزني کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست سرپرست، مولوي محمد حنیف مصلح بیا وویل: "په غزني ولایت کې ټولو اړوندو ادارو له روغتیا ریاست سره همکاري کړې او دا زمینه ېې برابره کړې چې واکسیناتوران هرې سیمې ته ځانونه ورسوي او ماشومان واکسین کړي."

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر فضل کریم مندوزي د ګوزڼ مبارزه کامیابه ګني او وايي: "پدې وروستیو کې موږ د ګوزڼ ضد مبارزه کې زیاتې لاسته راوړنې لرو، ځکه موږ وتوانیدو چې د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې هغو کورنیو ته چې پخوا ېې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله، قناعت ورکړو او په کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسین کړي."

په کابل کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه پوهاوي مسؤول، ډاکټر کمال شاه هم د پولیو ضد روانو هلو ځلو کې د پرمختګ خبره کوي او وايي: "اوس مهال ټولو لیرې پرتو سیمو ته لاسرسی شته او هیڅ ماشوم له واکسین څخه نه پاتې کیږي."

په ځینو نورو ولایتونو کې هم د روغتیا چارواکو ماشومانو ته د پولیو د واکسین د ورکولو په برخه کې د میندو او پلرونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د فراه ولایت یو تن واکسیناتور امریکا غږ ته وویل: ”له میندو او پلرونو څخه مو دا هیله ده چې موږ ته اجازه راکړي چې په کمپاینونو کې د دوی ماشومان واکسین کړو، ترڅو له ګوزڼ څخه پاک افغانستان ولرو."

د غزني ولایت یو تن سیمه ایز مشر خپل نظر داسې شریکوي: ”ټولې کورنۍ باید د خپلو ماشومانو روغتیا او راتلونکي ته پاملرنه وکړي او هغوی په ټاکلې وخت واکسین کړي."

داسې تمه کیږي چې که د پولیو ضد مبارزه په همدې ډول دوام ومومې، ډیر ژر به د یادې ناروغۍ ټغر له افغانستان څخه ټول شي.

XS
SM
MD
LG