د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۲۲؛ افغانستان کې د ګوزڼ لومړۍ پېښه ثبت شوه


د ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین
د ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین

د پکتیکا په ډیله ولسوالۍ کې یوه دوه کلنه نجلۍ په ګوزڼ اخته شوې او دا په افغانستان کې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د ګوزڼ لومړۍ پېښه بلل کیږي.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول نیک ولي شاه مومن وایي چې په دغې دوې کلنې ماشومه کې د پولیو وحشي بڼه تثبیت شوې چې جنتیکي جوړښت یې د کویټې د ویروس سره ورته والی لري.

ښاغلي مومن امریکا غږ ته وویل: "د پکتیکا ډیله ولسوالۍ څخه د پولیو یوه نوې پېښه راپور شوې ده چې یوه دوه کلنه ماشومه ده او د جنورۍ څوارلسمې راهیسې ورته د ښۍ پښې فلج پیدا شوی او په څلورم د فبرورۍ یې د ټیسټ مثبته نتیجه راغلې ده چې د پولیو وحشي بڼه لري."

د نوموړي په وینا د عامې روغتیا وزارت، روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ټیمونه سیمې ته تللي چې د ځوابي کمپاینونو لپاره هڅې وکړي ترڅو د پولیو ویرس د پراخیدو مخنیوی وکړي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د پکتیکا په یاده سیمه کې له تیرو دریو کلونو راهیسې کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین نه دی تطبیق شوی چې له امله یې یاده پېښه رامنځ ته کیږي.

ښاغلي مومن زیاته کړه، د پکتیکا نوموړې سیمه له تېرو دریو کلونو راهیسې زموږ له لاسرسي وتلې وه، هلته هیڅ کوم د پولیو کمپاین نه دی شوی، خو له دې وروسته به ورته پوره پام کیږي.

د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس په ټولو خلکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو د همکارۍ غږ وکړ ترڅو په دې ولایت کې د پولیو د نورو پېښو مخنیوی وشي.

د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حکمت الله عصمت په دې هکله وویل: "زما په ټولو خلکو او مسؤولینو باندې دا غږ دی چې د پولیو په مخنیوي کې له موږ سره همکاري وکړي، خپل ماشومان د پولیو په مقابل کې واکسین کړي ترڅو د لا زیات سرایت مخه ونیول شي."

د پولیو دا پېښه د روان ۲۰۲۲ میلادي کال لومړنۍ مثبته پېښه وبلل شوه چې یو وار بیا یې په افغانستان د پولیو د موجودیت خطر څرګند کړ.

تېر میلادي کال هم افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې درې یې د کندوز په امام صاحب او یوه بله یې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پېښه شوې وه.

د یادونې وړ ده چې د پکتیکا په شمول د نورو ولایتونو یو شمېر سیمې د پولیو رضاکارانو له لاسرسي لا هم د باندې دي چې پکې د پولیو د مثبتو پېښو خطر تر ډېره محسوسیږي.

XS
SM
MD
LG