د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو خیبر پښتونخوا کې د پولیو د واکسیناتورانو ۲ پولیس محافظین وژلي


Kim
Kim

وسله والو د خیبر پښتونخوا د مردان په ښار کې دوه پولیس چې د ماشومانو د ګوزڼ ضد د واکسین کوونکو یوه ډله یې بدرګه کوله، وژلي دي.

د مردان د پولیسو مشر زاهدالله د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې وسله وال دوه تنه وو او په موټر سایکل سپاره وو. ښاغلی زاهد وایي چې په برید کې دوه پولیس ځای پر ځای وژل شوي.

د پولیسو دا چارواکی وایي د پولیو واکسین ورکوونکې میرمنې د سیمې یوې کور ته ننوتې وې چې ماشومانو ته واکسین ورکړي او دغو پولیسو یې امنیت ساته.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې، خو وروسته تر هغه چې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې په پاکستان کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د پیدا کولو د جعلي واکسین کولو نه کار واخیست، د دې واکسین سره د اسلامي ډلو مخالفت لا ډیر شو.

په پاکستان کې د پولیو د ټیمونو ستونزه یوازې امنیتي نده، بلکې هلته د خلکو سره دا نظر هم دی چې دا واکسین د لویدیځو هیوادونو یوه دسیسه ده چې غواړي د مسلمانانو ماشومان شنډ کړي.

د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي یا پولیو د ټولې نړۍ نه ورکه شوې خو یوازې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم دغه ناروغي پکې شته ده او دلیل یې د واکسین نه کول ښودل شوي.

په پاکستان کې تازه د پولیو یو اوونیز کمپاین پیل شوی. حکومت پلان لري چې د ۲۶۰ زره واکسیناتورانو په مرستې په ټول هیواد کې د پنځو کالونو نه کم عمره شاوخوا ۳۳ میلیون ماشومانو ته دا واکسین ورکړي.

سږ کال په پاکستان کې د پولیو یوازې یوه قضیه ثبت شوې خو په ۲۰۱۹ کال کې پدې هیواد ۱۴۷ کسان د ماشومانو ګوزن وهلي و.

XS
SM
MD
LG