د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیايي چارواکي: خوست کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین پر وړاندې امنیتي ګواښونه نشته


آرشیف
آرشیف

د خوست ولایت روغتیایي مسؤولین د کمپاین او د عامه پوهاوي د پروګرامونو د پلي کیدو پر وړاندې د امنیتي ګواښونه د له منځه تلو خبرداری ورکوي او تمه لري چې دا ځل به په بریالیتوب سره په ټولو کلیو کي ماشومان واکسین شي.

دا په داسې حال کې دی چې په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین پیل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.

ډاکټر ګل محمد دین محمدي، د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "نور کله به په یو شمېر سیمو کې واکسیناتوران او د عامه پوهاوي ټیمونه د امنیتي ګواښونو له امله پر دې نشوی توانیدلی چې ټول له پنځه کاله کم عمر لرونکي ماشومان په منظم ډول واکسین کړي او یا کورنیو ته د واکسین د ارزښت او ګټو په هکله اړین پوهاوی ورکړي."

نوموړی وایی: "... له نیکه مرغه اوس مهال یادې ستونزې تر ډیره بریده حل شوي او زه هیله من یم چې دا ځل به د دیني عالمانو، قومي مشرانو او عام ولس په ملتیا په خوست کې بریالي کمپاینونه ولرو او کور په کور به ماشومانو ته واکسین تطبیق کړو."

بل لوري ته، د کوچنیانو د داخله د ناروغیو متخصص ډاکټر ظریف تسل، وایي: "... د پولیو ضد واکسین څاڅکي د ماشومانو د روغتیا لپاره خورا زیات اړین دي او کولی شي زموږ تنکي ماشومان له ګوزڼ او تل پاتې معلولیت څخه وژغوري."

ډاکټر تسل زیاته کړه، کله چې د هیواد دننه د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د واکسین د تطبیق بهیر بیلابیلو لاملونه له کبله ټکنی شو، ددې ناروغۍ ګواښ هم ورسره جوخت لوړ شو او پایله یې دا وه چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د یادې ناروغۍ نوې مثبتې پیښې ثبت شي.

د یادونې وړ ده چې د هیواد په سویل ختیځ ولایتونو خوست، پکتیا او پکتیکا کې تر دې دمه د پولیو ناروغۍ کومه نوې پیښه نده ثبت شوی، خو له بده مرغه د هیواد په سویل لویدیځ کې کندهار، هلمند او غزني هغه ولایتونه دې چې په روان میلادي کال کې د مثبتو پیښو شاهد ول.

XS
SM
MD
LG