د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې د ګوزڼ د پېښو د ډیریدو اندېښنې زیاتې شوي


آرشیف
آرشیف

د ارزګان روغتیايي چاروکي وایي چې تېر میلادي کال په دې ولایت کې د ګوزڼ څلور مثبتې پېښې ثبت شوي او په چاپیریال کې هم د ویروس د شتون امکان شته.

د ارزګان ولایت روغتیايي مسوؤلین وايي چې په پرلپسې توګه ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي چې له امله یې په چاپيریال کې د یادې ناروغۍ ویروس په لوړه کچه شتون لري.

د ارزګان د کتلوي معافیت آمر، ډاکتر سیف الدین همنوا آشنا رادیو ته وويل: "... د پوليو ویروس د له منځه وړلو اساسي حل لاره کور په کور تر هر ماشوم پورې د واکسین رسول دي او موږ دې کار ته بشپړه چمتوالی نیولی."

د هیواد د اکثرو نورو سیمو په څېر په ارزګان کې له تیرو دریو کالو راهیسې ماشومانو ته کور په کور واکسین ندی رسیدلی.

ښاغلي همنوا زیاته کړه، چې له همدې کبله هم د پوليو ناروغۍ پرضد د ماشومانو وقایه ډيره ضروري ده: "... په ارزګان ولایت کې د ۲۰۱۸ د اپریل له میاشتې را پدیخوا چې پوره درې کاله کیږي، تر هرې دروازې پورې د واکسین رسولو کمپاین ته اجازه نه وه او موږ یوازې هغو سیمو ته واکسین رسول چې د تېر حکومت تر واکمنۍ لاندي وو."

د ارزګان اوسیدونکي هم وايي چې د ماشومانو د روغتیا ساتلو په برخه کې به د واکسین له ټيمونو سره مرسته وکړي.

د ارزګان یو اوسیدونکی محمد سلیم، وایي: "... زیات داسي ماشومان مې لیدلي چې کورنیو به یې واکسین ته زړه نه ښه کاوه چې له امله یې یاد ماشومان د فلج په ناروغۍ اخته شوي. له کورنیو مې غوښتنه داده چې خپلو ماشومانو ته پر وخت د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړي ترڅو له یادې ناروغۍ څخه یې ماشومان ساتل شوي وي."

په جنوبي ولایتونو کې ۱.۵ ملیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کالو ښکته دي د پولیو واکسین لپاره هدف ټاکل شوی و خو له تیرو دری کالو راهیسې یاد هدف ندی تر لاسه شوی.

روغتیا پالان وايي پولیو یوه ساري ناروغۍ ده چې درملنه نلري او د مخنیوي یوازينی لار یې ماشومانو ته د پولیو واکسین دوه څاڅکي ورکول دي.

XS
SM
MD
LG