د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز ټولو سیمو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شوی


کندز کي روغتیايي مسولین وايي، د پولیو د ګواښ د کمولو لپاره یې په دغه ولایت کې د اختصاصي کمپاینونو له هم ماشومان واکسین کړي.
کندز کي روغتیايي مسولین وايي، د پولیو د ګواښ د کمولو لپاره یې په دغه ولایت کې د اختصاصي کمپاینونو له هم ماشومان واکسین کړي.

د کندز د کتلوي معافیت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې ماشومې له پولیو کیدو وروسته هغه ماشومان د پولیو تر خطر لاندې وو چې له تیر یو نیم کال راهیسې یې د پولیو څاڅکي نه وو اخیستي، خو د کتلوي معافیت د مسولینو په هڅو د خطر لاندې سیمو کې اختصاصي کمپاینونه وشول چې د ماشومانو د فلج یا پولیو کیدو خطر راکم کړي.

د کندوز د کتلوي معافیت امر غلام جیلاني عطايي وايي، چې دوي خپلو ټولو کارکوونکو ته هدایت کړی و چې باید هیڅ ماشوم د پولیو له څاڅکو پاتې نه شي.

هغه وايي، دوي د پولیو د موجود خطر د کمولو په خاطر د اختصاصي کمپاینونو په ترڅ کې د پیچکارۍ له لارې هم ماشومان واکسین کړل.

هغه وایي "په دشت ارچي ولسوالۍ کې د فروري په میاشت کې یوه ماشومه په پولیو اخته شوه خلکو ته تشویش و خو د کتلوي معافیت مسولینو هڅه کړې چې ټول هغه ماشومان چې په تیر یونیم کال کې یې د پولیو واکسین نه وو کړي هغوي ته واکسین ورسوي".

په کندز کې د WHO یا د ملګرو ملتونو د صحي سازمان ولایتي مسول ډاکټر عبدالکریم باجوړی وايي، په دشت ارچې کې د یوې ماشومې له پولیو کیدو وروسته د دې ولسوالۍ میشتو ماشومانو او هغو سیمو کې د پولیو خطر زیات وو چې د ناامنیو پر وخت یې ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه وو رسیدلي.

هغه زیاتوي "د خلکو غوښتنه زیاته ده، ځکه تر اوسه پورې خلکو ته د ماشومانو په ګوزڼ اخته کیدل یو مبهمه خبره وه، کله چې په دشت ارچي کې ماشومه په پولیو اخته شوه، نو اوس د خلکو غوښتنه داده چې څومره زیات کیدای شي واکسین باید تطبیق کړي، او خلک ورته زنګ وهي چې ددوي یو یا دوه کوره له واکسین څخه پاتي دي".

په کندز کې د پولیو د یوې مثبتې پيښې وروسته د کتلوي معافیت او کلیوالو په هڅه ددغه ولایت لپاره د پولیو ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو اختصاصي کمپاینونه تر سره شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده، ټاکل شوې چې روانه اونۍ په کندوز کې کې یو ځل بیا ماشومانو ته پولیو د څاڅکو ورکولوکمپاین پیل شي.

د سیمې یو تن اوسیدونکی صهیب وايي،د پولیو د پرله پسې کمپاینونو په ترسره کیدو سره، د خلکو هغه اندیښې کمې شوي چې ګوندې ماشومان یې پولیو نه شي.

هغه وایي "په ارچي د پولیو له مثبت پیښې څخه وروسته خلکو له دولت او طالبانو سره خبرې وکړې او طالبانو د پولیو کمپاینونو ته اجازه ورکړه، د پیچکارۍ له لارې هم ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شول او د نورو ماشومانو د پولیو کیدو خطر اوس کم شوی دی".

روغتیایي مسوولین وايي، په کندز کې د پولیو د له منځه وړلو په خاطر او له دغه مرض سره د جدي مبارزې لپاره، زرقي واکسین هم تطبیق شوي، چې د پولیو د ویروس په له منځه وړلو کې اغیزمن دی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG