د لاس رسي وړ اتصالات

مرکزي بانک: سیاسي کړکیچ د ډالر د بیې د لوړیدو لامل شوی


 اوسمهال د یو ډالر بیه ۷۰.۳۰ افغانیو ته پورته شوې ده.
اوسمهال د یو ډالر بیه ۷۰.۳۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

د افغانستان مرکزي بانک وایي په افغانستان کې سیاسي کړکیچونه ددې لامل شوي چې د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه په بیساري ډول پورته لاړه شي.

د مرکزي بانک مشر خلیل صدیق د دوشنبه په ورځ په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، په تیر مالي کال کې په لوړه کچه د بودیجې مصرفول او په افغانستان کې روان سیاسي کړکیچ د افغانیو بیه راټیټه کړې ده.

هغه وویل"سیاسي کړکیچ چې په تیرو دوو میاشتو کې پیدا شوی دی په مستقیم ډول د اسعارو د لوړې بیې مسول دی دغه کړکیچ د افغانستان د میلیونونو پیسو لپاره د ستونزو جوړولو مسول دی که د اسعارو بیه لوړیږي دا په خپله د ناوړه اقتصادي وضعیت ښکارندوې دی".

کابل کې د صرافانو اتحادیه وایي چې په یوې میاشت کې د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه کې یوه افغانۍ لوړوالی راغلی، چې اوسمهال یو ډالر په ۷۰.۳۰ افغانیو پلورل کیږي.

د افغانستانو د صرافانو مشر قاضي میر افغان ساپي امریکا غږ ته وویل"علت یې دادی چې په دا وروستي مالي کال کې افغانستان بانک افغانۍ ډیرې توزیع کړې او ډالر لږ. بله وجهه یې دا ده چې د ګاونډیو ملکونو پیسې هم ټیټي شوي دي د پاکستان پنځه روپۍ د ډالر په وړاندې ټیټي شوې دي".

د افغانستان بانک مشر ښاغليخلیل صدیق وویل دوې د تیر مالي کال په قوس میاشت کې ۲۹۱ میلیون ډالر بازار ته وړاندې کړي دي او په روانې جدي میاشتې کې یې هم ۱۷۰ میلیون ډالر بازارونو ته وړاندې کړي دي.

د ښاغلي صدیق پر وینا، د ۱۳۹۶ کال د ټاکل شوي هدف له مخې چې دغه بانک باید ۱۰۰ میلیونه ډالر د اسعارو ذخیرې ته ور اضافه کړې وی د موخې خلاف د روان مالي کال تر پایه ۵۰۰ میلیونه ډالر ذخیره کړي دي.

هغه همدارنګه وویل دا مهال د افغانستان نا خالصه ذخیره شوي اسعار اته میلیارد ډالرو ته رسیږي.

ښاغلي صدیق وویل د هغو ګاونډیو هیوادونو د پیسو په پرتله چې افغانستان ورسره اقتصادي اړیکي لري د افغانیو د پړسوب (انفلاسیون) او د بیې د ټیټوالي کچه نسبتا ښه ده.

هغه وویل په روان کال کې د افغانۍ بیه د بهرنیو اسعارو په وړاندې ۴ فیصده ټیټه وه خو د پاکستاني کلدارو ۶ فیصد، ایراني تومان ۱۲ فیصد، هندي کلدارې ۴ فیصده او ترکي لیره ۹ فیصده لوړه شوې ده.

همدارنګه د افغانستان مرکزي بانک د دغه هیواد د پیسو پړسوب د تیر مالي کال د قوس تر میاشتې ۳.۰۸ فیصده وه چې دا شمیر په ایران کې ۹.۶ او پاکستان کې۴.۶ فیصدو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG