د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: زمونږ هدف جگړه نه، بلکه د ایران د واکمنانو د چلند بدلون دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې واشنگټن د ایران گواښونه جدي گڼي، خو د هغه په ونیا د امریکا هدف جگړه نده بلکه د ایران د جمهوري دولت د واکدارانو په چلند کې بدلون راوستل دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سي ان بي سي خبري شبکې ته وویل "ایران په منځني ختیځ کې د امریکا د گټو پر ضد فعال تهدید دی پدې توگه سپینه ماڼۍ د ایران سره د مذاکرې د فرصت هرکلی کوي."

ښاغلي پمپیو همداشان وویل چې د امریکا متحده ایالات د ایران له لورې د گواښونو د زیاتیدو شاهد دي او د هغه په وینا د امریکا دولت به د ایران د تهاجمي اقدام په وړاندې د هر ډول غبرگون نه کار واخلي.

پدې وروستیو لسو ورځو کې امریکا د ایران د گواښونو په غبرگون کې په منځني ختیځ کې خپل ځواکونه او تجهیزات زیات کړي چې په سیمه کې د امریکا په پوځي اډو کې د ابراهام لنکن الوتکې لیږدونکې بېړۍ او د بي-٥٢ الوتکو ځای پر ځای کول یې یوه برخه ده.

ښاغلي پمپیو د سي ان بي سي خبري شبکې سره په خبرو کې وویل "غواړو ډاډمن شو چې د مخنیوي کولو لپاره قواوی په سیمه کې ولرو که ایران په عراق او افغانستان یا په یمن او یا بل کوم ځای کې د امریکا گټو ته د خطر پیښولو تصمیم ونیسي، د هغه په وړاندې په مناسبه توگه ځواب ویلو ته تیار واوسو".

د ایران د پاسداران انقلاب اسلامي قوماندان ویلي دي چې امریکا په منځني ختیځ کې د قواو او تجهیزاتو ځای پر ځای کولو سره په سیمه کې "رواني جگړه" پیل کړې ده.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ چې د ایران او لویدیځو هیوادونو ترمنځ د اټومي موافقې سخت مخالف دی یو کال مخکې ددې موافقې نه ووت او بیا یې په دوو پړاونو کې پر ایران باندې بندیزونه له سره پیل کړل.

امریکا وایي ایران د ترهگرۍ ستر ملاتړی هیواد دی چې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د ٢٢٣١ پریکړه لیک خلاف د بالستیک راکټونو پروگرام ته دوام ورکوي او په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ ستر عامل دی.

XS
SM
MD
LG