د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو د روسیې او چین د نفوذ د مخنیوي لپاره مرکزي اروپا ته لاړ


مایک پمپیو هنگري ته ورسید
مایک پمپیو هنگري ته ورسید

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، په مرکزي اروپا کې د روسیې او چین د نفوذ د زیاتیدو په اړه د اندیښنې په وجه نن هنگري ته ورسید.

ټاکل شوې چې ښاغلی پمپیو ددې سفر په ترڅ کې له هنگري وروسته د سلواکیا او پولنډ په گډون د مرکزي اروپا پنځو هیوادونو ته لاړ شي.

دا په ٢٠١١ کال کې هنگري ته د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیر د سفر وروسته د یو امریکایي لوړپوړي چارواکي لومړنی سفر دی. ښاغلی پمپیو به د سه شنبې په ورځ د سلواکیا مرکز براتیسلواته ولاړ شي چیرته ته چې ٢٠ کاله مخکې یو لوړپوړی امریکایي چارواکی تللی و.

واشنگټن د روسیې د انرژۍ په منابعو باندې د مرکزي اروپا د هیوادونو په تکیه لرلو او همداشان په اروپا کې د چین د تکنالوژۍ شرکت هووای د فعالیت په هکله اندیښمن دی.

امریکایي مقامات وایي چې ددغه چینایي شرکت پراختیا په ځانگړې توگه د ناتو تړون په هیوادونو کې کیدای شي اطلاعاتي امنیت ته گواښونه رامنځ ته کړي.

امریکا او اروپایي متحدین یې فکر کوي چې د چینایي هووای شرکت الکترونیکي وسایل کیدای شي د استخباراتي معلوماتو لپاره وکارول شي او مرکزي اروپا ته یې پراخیدل د اروپایي ټولنې مارکیټ ته د ننوتلو هڅه گڼي.

د چین هووای شرکت په استخباراتي چارو کې ښکیلتیا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG