د نړۍ د کاتولیکانو روحاني مشر، پاپ فرانسس یکشنبه جنوري ۱۹ یوه ورځ وړاندې تر دې چې ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د نوي جمهور رئیس په توګه د وفادارۍ لوړه وکړي، وویل چې د میلونونو بې اسناده کډوالو ایستلو لپاره د ښاغلي ټرمپ پلان "بدبختي" ده.
ښاغلي ټرمپ چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د دویم ځل لپاره د امریکا د جمهور رئیس په توګه د وفادارۍ لوړه وکړي، ژمنه یې کړې چې د هغو شاوخوا ۱۱ میلون کډوالو پر ضد به جدي اقدام کوي چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره قانوني اسناد نلري.
پاپ فرانسس د یو ایټالوي تلویزیون سره په مرکې کې د ټرمپ دې پلان په هکله وویل، " که ریښتیا وي، دا به یوه بدبختي وي ځکه دا بې وزلي غریبان د ورکولو لپاره هیڅ نلري".
سره لدې ډونالډ ټرمپ ویلي پخپلې دویمې دورې کې به دومره غیر قانوني کډوال وباسي چې د امریکا په تاریخ کې ساری نلري خو ښایي د هغه دا اقدام د قانوني ستونزو سره مخ شي او یو شمیر هیوادونه به د دې کډوالو له اخیستو انکار وکړي.
دا لومړی ځل ندی چې پاپ فرانسس په ټرمپ باندې د کډوالۍ په موضوع انتقاد کوي. هغه په ۲۰۱۷ کال کې هم د متحده ایالاتو پدې پخواني جمهور رئیس چې واتیکان ته تللی و، د کډوالو سره د چال چلند له کبله انتقاد کړی و.
پاپ د متحده ایالاتو – مکسیکو په جنوبي سرحد کې د دیوال جوړولو په هکله ویلي و، " هر څوک چې وي چې غواړي د پلونو پر ځای دیوالونه جوړ کړي، مسیحي ندی".
ډونالډ ټرمپ، توماس هومن د "سرحدي تزار" په توګه نومولی ترڅو له امریکا څخه د قانوني اسنادو نه لرونکو مهاجرو د شړلو په اړه د هغه ژمنه عملي کړي.
ټرمپ چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال د میلیونونو ناقانونه مهاجرو د شړلو ژمنه کړې وه، تیر کال د نومبر په میاشت کې یې په خپلې ټولنیزې شبکې "ټروت سوشل" کې لیکلي و چې ۶۲ کلن هومن به "د هېواد د سرحدونو مسئول وي... او په زړه پورې اجرأت به وکړي چې له اوږدې مودې څخه یې تمه کېدله."
هومن له دې وړاندې د پولیس او سرحد ساتونکي په توګه دنده اجرا کړې او په دې وروستیو کې په فاکس تلویزیوني شبکه کې د مهاجرو او سرحد د چارو د شنونکي په توګه څرګندېده.
هغه له فاکس سره په یوه مرکه کې وویل چې د اسنادو نه لرونکو مهاجرو د نیولو لپاره به پوځ نه کارول کیږي بلکې د امریکا د مهاجرت او ګمرکاتو اداره به د ټرمپ پلان عملي کوي او دا به "اړین، هدفي او پلان شوي عملیات" وي.
د ولسمشر په توګه په خپله لومړنۍ دوره کې ټرمپ ژمنه وکړه چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ په څه باندې ۳۰۰۰ کیلومتره اوږد سرحد به دیوال جوړوي او د مکسیکو دولت به یې لګښت ورکوي. ددغه دیوال یوه برخه جوړه شوه خو مکسیکو یې د لګښت له ورکولو ډډه وکړه.
فورم \ دبحث خونه