د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا له کبله اته افغانان مړه او سلګونه نور پرې اخته شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وایي د هرې ورځې په تیرېدو سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتیږي او یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په۱۶ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۶۳۱ نوي مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د یاد وزارت ویاند جاوید هژیر نن سه شنبه فبروري اتمه (سلواغې ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې تیره ورځ د دغه وزارت په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس د ۱۷۳۱ نمونو معاینات شوي چې تر ټولو زیات یې په کندهار، هلمند، ننګرهار او کاپیسا ولایتونو کې وې.

د ښاغلي هژیر د معلوماتو په اساس په کابل کې د کرونا ویروس له امله پنځه او په کندز، کاپيسا، او کونړ ولایتونو کې درې ناروغان مړه شوي دي. د روغتیا وزارت ویاند وویل چې د ۲۰۲۲ میلادي کال له پيل څخه بیا د فبرورۍ میاشتې تر وروستۍ اوونۍ پوري ۸۸۸۹ کسان په دغه هیواد کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه موده کې د کرونا شاوخوا ۱۰۰ ناروغان مړه شوي او سلګونه نور بیرته روغ شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د جنورۍ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د کرونا ویروس ۲۳۴مثبتې پېښې، په دوهمه اونۍ کې ۴۲۳ مثتبې پېښې، په دریمه اونۍ کې ۱۹۲ مثبتې پېښې، په څلورمه اونۍ ۳۰۰۷ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.همدارنګه موږ د روان کال په پنځمه اونۍ کې د فبروري میاشتې لومړۍ اونۍ کیږي، ۴۱۳۳ مثبتې پېښې لرلې."

د طالبانو د روغتیا وزارت همدارنګه وايي چې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د نړیوال بانک د مرستو په بندېدو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس ناروغۍ ددرملنې نیمايي روغتونونه تړل شوي دي.

هغه ټینګار وکړ چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او له خلکو څخه یې وغوښتل چې روغتیايي لارښوونې مراعت کړي.

د کرونا ویروس ناروغي د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوه او وروسته ټولې نړۍ ته پراخه شوه.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې ۳۹۷ میلیون او ۷۲۵زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې څه باندې پنځه میلیونه او ۷۵۲زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG