د لاس رسي وړ اتصالات

احمدشاه زمان‌زی د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا رئیس وټاکل شو


ارګ وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د پنجشنبې په ورځ د یو فرمان په ترڅ کې احمدشاه زمان‌زی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رئیس په توګه ټاکلی دی.

له ارګ څخه په دغه خپور شوي فرمان کې راغلي، چې ښاغلی زمان‌زی په شرایطو برابر کسانو له ډلې څخه دغې څوکۍ ته غوره شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست له دغه اقدام څخه هرکلی کوي او وايي، چې ښاغلی زمان‌زی به ډیر ژر د دغه کمیسیون د دارالانشا د رئیس په توګه خپل کار پیل کړي.

د ټاکنو کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات امریکا غږ – آشنا ته وویل "نن د دوی فرما له ریاست جمهوري څخه راغلو او ډیر ژر به دی د کمیسیون غړو ته معرفي شي او خپله دنده به پیل کړي".

ښاغلي سادات زیاته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د څوکۍ ډکولو لپاره په لومړي پړاو کې د دریو کسانو نوملړ جمهوري ریاست ته استولی، خو جمهوري ریاست هغه لست رد او له کمیسیون څخه یې وغوښتل چې په دغه لیست کې د نورو کسانو نومونه هم ورزیات کړي.

ښاغلي سادات وویل، له هغې وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون، جمهوري ریاست ته د ۱۳ کسانو نوملړ واستوه، چې ولسمشر غني له دغه لیست څخه ښاغلی زمان‌زی د دارالانشا د رئیس په توګه وټاکه.

احمدشاه زمان‌زی له دې وړاندې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین وو او د افغانستان د دفاع وزارت په مالي برخو کې یې هم کار کړی دی.

د افغانستان ولسمشر د تیر لمریز کال په تلې میاشت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی رئیس امام محمد وریماچ له دندې ګوښه کړ.

د ښاغلي وریماچ له ګوښه کېدو وروسته د ټاکنو د کمیسیون غړې شهلا حق د دغې څوکۍ سرپرستي کوله، چې نوموړې هم څه باندې دوه میاشت وړاندې، د تذکرو په کاپیانو باندې د سټیکرو په لګولو کې د اختلافاتو له امله استعفی وکړه.

XS
SM
MD
LG