د لاس رسي وړ اتصالات

لښکرګاه ته د ولسمشر غني سفر پر مهال پر دغه ښار توغندي لګیدلي


د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته د ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار یکشنې ( لړم ۶) د سفر پر مهال پر ښار باندي د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري ۳ توغندي لګیدلي، چې چاته یې د سر زیان نه دی اړولی.

د هلمند د پوليسو ویاند عبدالسلام افغان امریکا غږ ته وویل، چې توغندي د لښکرګاه ښار د دریمې حوزې اړوند سیمه کې لګیدلي، چې هیڅ ډول مالي او ځاني زیان نه دی اړولی.

عیني شاهدان هم وايې، چې لښکرګاه ته د ولسمشر غني د رسیدلو پر مهال ۳ توغندي لګیدلي چې کوم مالي او ځاني زیان یې نه دی اړولی.

د هلمند یو جګ پوړي امنیتي مقام امریکاغږ ته وويل، چې یو توغندی د ولسمشر غني د غونډې له ځای څخه د یو کیلو متر په فاصله کې د بست هوټل د هلمند سیند طرف ته لګیدلی، دوهم هوايي ډګر سره چي د شپږمي حوزې سیمه ده او دریم هم د عینک په سیمه کې چي د ناوې ولسوالۍ او لښکرګاه ښار سرحد دی لګیدلی دی.

د ولسمشر د سفر پر مهال په لښکرګاه ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د ارګ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر اساس ټاکل شوې چې ولسمشر غني به د نورو مصرفیتونو ترڅنګ د ولسي جرګې د دوو وژل شویو نوماندانو صالح محمد اڅکزي او جبار قهرمان د کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره وګوري.

د ولسي جرګې نوماندان صالح محمد اڅکزی او جبار قهرمان دوه اونۍ وړاندې په لښکرګاه ښار کې په خپلو ټاکنیزو دفترونو کې د ترهګریزو بریدونو په ترڅ کې ووژل شول.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وويل، چې ټاکل شوې ولسمشر غني به د هلمند د ولسي مشرانو، مدني فعالانو او د دې ولایت د اوسیدونکو په یوه غونډه کې وينا وکړي.

ولسمشرغني په داسې حال کې هلمند ته سفر کوي چې له تیرو ۳ میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د تلیفوني شبکو پر فعالیت د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري بندیز لګول شوی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG