د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني په خپل لګښت د استاد شپون جنازه افغانستان ته انتقالوي


استاد شپون تیره شپه په امریکا کې د ۸۴ کالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
استاد شپون تیره شپه په امریکا کې د ۸۴ کالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ولسمشر محمد اشرف غني د پښتو ژبې د مخکښ لیکوال، شاعر، ژورنالست او کیسه لیکوونکي استاد سعدالدین شپون مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه بللې او ژمنه یې کړې ده چې په خپل شخصي لګښت به یې جنازه له امریکا څخه، افغانستان ته انتقال کړي.

د ولسمشرسلاکار لال پاچا ازمون له امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې ولسمشر غني ژمنه کړې ده چې د استاد سعدالدین شپون جنازه به له امریکا افغانستان ته په خپل شخصي لګښت را ولیږدوي او دلته به یې د تدفین ټول لګښتونه وکړي.

ښاغلي ازمون وویل" ولسمشر غني وویل چې سعدالدین شپون زما شخصي دوست وو او هر څه ورته په خپله کوم".

له ارګ نه په خپرې شوې اعلامیه کې ولسمشر غني ویلي، چې استاد شپون د ټولنې په بیدارۍ کې فعاله برخه اخېستې او ان استاد شپون د ناکراریو په کلونو کې هم افغانستان ته خدمتونه کړي دي.

اجرائیه ډاکټر عبدالله عبدالله هم د استاد سعدالدین شپون په مړینه خواشيني څرګنده کړې ده.

ښاغلي عبدالله په خپل فیسبوک کې په خپور کړي بیان کې د استاد شپون مړینه یوه ستر فرهنګې ضایعه بللې ده.

" د استاد شپون مړینه د افغانستان ټولې فرهنګي تولنې ته د دې غمجنې پېښې له امله د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوم".

استاد سعدالدین شپون د افغانستان په وخت تېره شپه د امریکا د ویرجنیا په ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

ادیبان او فرهنګیان د استاد شپون مړینه لویه تشه بولي، د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون وايي، استاد شپون د معاصرو لیکوالو پخه څټه وه او ترې نوي نسل شعر او نثر زده کړی دی.

ښاغلي ازمون وايي، کله چې شپون له ادبیاتو پوهنځۍ فارغ شو او په همدې پوهنځۍ کې بیرته استاد شو نو د ادبي تیوریو یوه چپټر یې ولیکه چې د ښاغلي ازمون په ويناء تراوسه هم د ادبیاتو پوهنځۍ ته نوی دی.

ښاغلی ازمون وايي "استاد شپون له ادبیاتو پوهنځۍ وروسته د علومو اکاډمۍ غړی شو او هلته یې د پښتو - انګلیسي قاموس د چاپ د پلاوي مشري یې کړې ده".

شپون په څلوېښتمه لسیزه کې د سیال سړي په نوم د لنډو کیسو ژباړې هم کړي، استاد شپون د داستاني نثر مخکښ لیکوال بلل کیږي، د بنګي غاړه د لنډو کیسو ټولګه، شین ټاغی یې مشهور ناول دی - ګټیالی - د څمڅې یاران - او ښایستو یې وروستی ناول وو.

وو نه وو یو شپون وو، د شپون خپله بیوګرافي وه. په شعر او نظم کې هم دوه اثره لري، پرخه پر ترخه او شین خالۍ څنګه پیدا شوه.

لیکوال او د پښتو ژبې څیړونکي نجیب منلی بیا استاد شپون سرلاری لیکوال او ادیب بولي وايي، پښتو فرهنګ ته یې باارزښته اثار پرېښې دي.

ښاغلی منلی د شپون شخصیت څو بعدي بولي، وايي ژورنالست وو. د نثر لیکوال وو. د پوهنتون استاد وو او عالم وو.

ښاغلي منلي وویل "د استاد شپون نشتوالی د افغانستان فرهنګ لپاره یوه ستره ضایعه ده".

استاد سعدالدین شپون په ۸۴ کاله عمر د یکشنې په ورځ په امریکا کې ساه ورکړه. سعدالدین شپون په ۱۹۳۳ کال کې د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې زېږېدلی وو. زده کړې یې په کندز، کابل او امریکا کې کړې وې.

استاد شپون کلونه کلونه له امریکا غږ سره هم کار کړی وو.

XS
SM
MD
LG