د لاس رسي وړ اتصالات

غني او ملګری هیات یې امریکا ته ورسید


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ سهار جون ۲۴ (چنګاښ درېیمه) واشتګټن ډي سي ته ورسید او ټاکل شوې چې په دغه دوه ورځني سفر کې د جمهور رئیس جو بایډن، د مانګرس او سنا د غړو او یو شمیر نورو امریکایي مقاماتو سره وګوري.

ټاکل شوې، چې جمهور رئیس غني به د جمعې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بايدن سره وګوري.​

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ماښام جون ۲۳ (چنګاښ ۲) د یو لوړ پوړې دولتي پلاوي په مشرۍ د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن په بلنه په دوه ورځني سفر امریکا ته لاړ.

ټاکل شوې ده، چې جمهور رئیس غني او پلاوی به یې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سربیره د امریکا له دولتي مقاماتو او اغېزناکو شخصیتونو سره به هم وګوري.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، چې جمهور رئیس غني به په دې سفر کې د جمهور رئیس بایډن، د کنګرس او سنا له اکثریت او اقلیت د ګوندونو د مشرانو او یو شمیر جګپوړو امریکايي چارواکو او سیاستوالو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر نوي پړاو، د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا او د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر تمویل او تجهیز او یو شمیر نورو مسلو خبرې وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال محمد امیري وپه خپل ټویټر باندې لیکلي دي چې پدې لیدنه کتنه کې به د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په نوي باب، د دپلوماتیکو اړیکو په لا غښتلي کولو، د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو تمویل، تجهیز او ملاتړ، د افغانستان د اقتصادي او انکشافي برخو سره د متحده ایالاتو همکاري او د تروریزم په وړاندې ګډه مبارزه باندې بحث وشي او نظریات به سره شریک کړي.

جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او یو شمیر نور چارواکي ملګرتیا کوي.

.

XS
SM
MD
LG