د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني د شانګهای سرمشریزه کې ګډون لپاره چین ته لاړ


د شانګهای په ټولنه کې اته هیوادونه غړیتوب لري او د افغانستان په ګډون څلور هیوادونه په دې ټولنه کې د څارونکو په توګه برخه لري.
د شانګهای په ټولنه کې اته هیوادونه غړیتوب لري او د افغانستان په ګډون څلور هیوادونه په دې ټولنه کې د څارونکو په توګه برخه لري.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو عالي رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ نن د شنبې په ورځ ( غبرګولی ۱۹ مه) د شانګهای د غړو هیوادونو په اتلسمه کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره له کابل څخه د چین د چینګداو ښارته په یو دوه ورځیني سفر روان شوی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې، چې د ارګ د فیسبوک په پاڼه خپره شوې ویلي، چې جمهوررئیس غني به په دغه سفر کې د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون او وینا تر څنګ د دغه سازمان د غړو هېوادونو له يو شمېر مشرانو او چارواکو سره هم لیده کاته وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي د جمعې په ورځ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په دې سفر کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ملګرتیا کوي.

ښاغلي احمدي وویل " یو د هغو مسلو څخه، چې ټاکل شوې دا ځل پرې په ناسته کې خبرې وشي، سیمې ته د ګډو امنیتي ګواښونو مسله ده. په کومه مسله، چې مونږ به پرې ټینګار وکړو هغه د سیمې د نښلیدو مسله ده، چې کولی شي د افغانستان اهمیت پورته بوځي او د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات لپاره ډیر موثر دی".

په چین کې د شانګهای د غړو هیوادونو دوه ورځینۍ سرمشریزه د دغې ټولنې د غړو هیوادونو اتلسمه کلنۍ غونډه ده.

د شانګهای ټولنه، په ۲۰۰۱ کال کې د چین د شانګهای په ښار کې د چین، روسیې، ازبکستان، تاجکستان قزاقستان او قرغزستان د مشرانو له خوا د یوې ناستې وروسته رامنځ ته شوه.

هند او پاکستان همپه ۲۰۱۷ میلادي کال کې په دغه ټولنه کې د غړو په توګه ومنل شول.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای په ټولنه کې د څارونکي په توګه منل شوی دی. د افغانستان سربیره، ایران، بیلاروس، منګولیا هم د دغې ټولنې په غونډو کې د څارونکو هیوادونو په توګه برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG