د لاس رسي وړ اتصالات

غني: لا هم ښځینه کارکونکو ته د 'ښکار' په سترګه کتل کیږي


د افغانستان ولسمشر وايي، د قانون له حاکمیت څخه دفاع د ښځو قانوني خوندیتوب او د هغوی پراخه ونډه تامینولی شي
د افغانستان ولسمشر وايي، د قانون له حاکمیت څخه دفاع د ښځو قانوني خوندیتوب او د هغوی پراخه ونډه تامینولی شي

د افغانستان ولسمشر د مارچ اتمې نیټې د ښځو د نړیوالې ورځې په مراسمو کې وویل، له ښځو سره د بې‌عدالتیو پر وړاندې مبارزه به هغه مهال بریا ته ورسیږي، چې د ښځو ستونزو ته د هغوی په سترګه وکتل شی.

د مارچ اتمه چې د ښځو د نړیوالې ورځې سره برابره ده، نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د لوړپوړو دولتي چارواکو او د ښځو د حقونو یو شمیر فعالینو په ګډون په ارګ کې ولمانځل شوه.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني دغو مراسمو ته په ینا کې وویل، د قانون له حاکمیت څخه دفاع د ښځو قانوني خوندیتوب او د هغوی ونډه تامینوي او هیله یې وښوده چې افغانې ښځې له اساسي قانون څخه دفاع، د قانون حاکمیت او له فساد سره مبارزه خپله دنده وګڼي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو د پراخ ګډون پرته د دولت‌جوړونې او ملت‌جوړونې بهیر سر ته نشي رسیدلی او ویې ویل "ناورین‌ځپلو او ناروغو حالاتو کې، هغو ښځو ته چې له کوره بهر کار کوي، د ښکار په سترګه کتل کیږي او ناوړه نظرونه فُرصت مومي ترڅو د ښځو حُرمت او کرامت په پام کې و نه نیسي، له دې څخه یوه داسې پدیده رامنځ ته کیږي، چې د ښځو زورونه، د ښځو ضد مفکوره او ناوړه تصرفات ورسره مل وي. موږ باید له خپلې ټولنې څخه د دغې پدیدې جړلې وباسو."

د افغانستان مرکزي احصایې او د ښځو چارو وزارت له کور څخه بهر د ښځینه کارکوونکو په اړه شاوخوا شل ورځې محکې د خپلې ګډې سروې جزئيات له رسنیو سره شریک کړل.

د دغې سروې له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۶۰ فیصده دولتي او غیردولتي ادارې د جندر اړوندو موضوعاتو په برخه کې کار کوي، خو ۵۱.۵ فیصده نارینه آمرینو او ۱۷.۷ فیصده ښځینه آمرینو په خپل کاري چاپيریال کې د ښځو د کار په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

ولسمشر غني په کاري چاپیریال کې د ښځو زورونې ته په اشارې وویل "نه د لارو پر سر مزاحمتونه، نه په کاري چاپیریال کې زورونه او نه هم بل کوم ناوړه چلند له ښځو سره د زغملو وړ دی."

د افغانستان ولسمشر دغه راز وویل، چې حق نه ورکول کیږي، بلکې حق ترلاسه کيږي او په ټاکنو کې د ښځو پراخ ګډون یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې یو مهم ګام وباله.

ښاغلي غني په ټینګار له ښځو څخه وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي "تمه ده چې د راتلونکي کال په عمومي ټاکنو کې، ښځې هم د نوماندانو او هم د رایې ورکؤنکو په توګه د تیر په پرتله په زیات شمیر کې ګډون وکړي او په دې توګه د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره او د تبعیض د له منځه وړلو لپاره یو مهم ګام پورته کړي."

ولسمشر غني دغه راز له ښځو څخه وغوښتل چې بریښنايي تذکرې واخلي او زیاته یې کړه، چې دغه تذکرې نه یوازې په ټاکنو کې، بلکې په ټولو حقوقي او رسمي مسایلو کې مهمې دي.

په دغو مراسمو کې د افغانستان اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله وویل، سره له دې چې د ښځو پرمختګونه او لاسته راوړنې زیاتې نه دي، خو باید له پامه و نه غورځول شي.

ښاغلي عبدالله په ټولنه کې په ځانګړې توګه په دولتي ادارو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ته په اشارې وویل "محترم وزیران چې زیات شمیر یې دلته هم حضور لري یوځل خپل ځان ته ټکان ورکړئ او خپله اداره سر تر پایه تر مراقبت لاندې ونیسئ او خپلو همکارانو ته دا اجازه ورکړئ، چې له هر چا څخه شکایت لري او هغه کس چې په هر توان کې وي، دا شکایت باید د ادارې لومړي کس ته ورسیږي او د شکایت پوښتنه وشي."

د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې لمانځل کیږي، چې په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه د بل هر وخت په پرتله زیاته شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون د شمیرو له مخې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۹۰۰ پیښې په افغانستان کې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG