د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني پولیو پر ضد د روانو کمپاینونو د بڼې بدلول غواړي


په ۲۰۱۸ میلادي کال کې افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پیښې ثبت شوې وې.
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پیښې ثبت شوې وې.

جمهوري ریاست وايي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن د شنبې په ورځ ( مرغومې ۱۵ مه) په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ پر ضد د نړیوالې ټولنې په مرسته د روانې مبارزې د ارزولو لپاره د یوې غونډې مشري کړې ده.

د ارګ څخه په خپره شوې، اعلامیه کې ویل شوي، په دې غونډه کې، چې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریچارډ پیپر کورن، د یونیسف ادارې استازې مېرمن اډیل خودر، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز او د جمهور رئیس سلاکار ډاکټر نجیب الله مجددي هم برخه لرله.

په دې غونډه کې جمهور رئیس غني پر ولسي انسجام او په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو کمپاینونو په زیاتوالي، د کمپاینونو بڼې پر بدلون او ټول شموله کېدو باندې ټینګار کړی دی.

جمهور رئیس غني، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو د پېښو زیاتوالې باندې هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د پولیو له منځه وړلو ته ځانګړې شوې منابع دې سمې مصرف شي.

افغانستان، پاکستان او نایجریا د نړۍ په هغو دریو هیواد ونو کې شامل دي، چې لا هم په کې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو ناروغي د دغو هېوادونو د ماشومانو ژوند ګواښوي.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې تراوسه په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې، خو په تېر ۲۰۱۸ مېلادي کال کې په دغه هېواد کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د دغو پېښو ۱۵ یې په درې جنوبي ولایتونو کندهار، هلمند او ارزګان کې ثبت شوې وې او پاتې شپږ نورې په کونړ، ننګرهار او نورستان کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دغه هېواد کې د جګړو او ناامنیو له امله تېر کال د پنځه کلونو څخه د ښکته عمر له یو میلیون څخه زیات ماشومان د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ له واکسین څخه پاتې شوي وو.

د افغان حکومت وسله وال مخالفان هم په ځینو ولایتونو کې د پولیو د واکسین سره مخالفت ښيي.

د دغو مخالفتونو په لړ کې وسله والو طالبانو د کندهار په نهو ولسوالیو کې د یو نیم کال لپاره د پولیو ضد واکسین پر کمپاین باندې بندیز لګولی وو.

وسله والو طالبانو د ۲۰۱۸ کال د وروستي کمپاین پر مهال، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې ترسره شو، په دغو ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسیناتورانو ته د واکسین اجازه ورکړه.

XS
SM
MD
LG