د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني په اعدام د محکومو بندیانو لیست غوښتی


شاه حسین مرتضوي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر غني به د محکمو د اعدام پریکړه توشیح کړي
شاه حسین مرتضوي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر غني به د محکمو د اعدام پریکړه توشیح کړي

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، چې نن به ولسمشر محمد اشرف غني ته د هغو طالب زندانیانو لست وسپارل شي، چې د افغانستان د محکمو له خوا په اعدام محکوم شوي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې پدغه لست کې د حقاني ترهګرې شبکې د مشر مولوي جلال الدین حقاني د زوی انس حقاني دوسیه نده شامله.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل" د انس حقاني قضائي دوسیه لا هم بشپړه شوې نده، کله یې چې دوسیه بشپړه شوه بیا به یې رسنیو سره شریکه کړو".

ولسمشر غني د تېرې دوشنبې په ورځ پارلمان ته د خپل حکومت د سولې او جګړې د نویو خطوطو د بیانولو په مهال وویل چې نور بې موجبه بخښنې دوره پای ته رسېدلې ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال وویل همدا چې نن ولسمشر ته د اعدام کېدونکو طالب زندانیانو لست ور وسپارل شي، نو د خپلې ژمنې په اساس به یې په توشیح کولو لاس پورې کړي.

شاه حسین مرتضوي دا ډول وویل چې له تېرې اوونۍ راهېسې ولسمشر غني عدليي او قضائي ارګانونو ته حکم کړی وو، چې د اعدام کېدونکو زنداني طالبانو په دوسیو دې له سره غور وشي او دا دې په نظر کې ونیول شي، چې پرېکړې عادلانه وې او کنه.

بل خواته د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاوید فیصل وویل پر هغو کسانو چې د محکمو له خوا حکم صادر شوی دی، د هغه په مطابق به عمل کیږي.

جاوید فیصل دا هم وویل چې دا اعدام کېدونکي سیاسي مخالفین ندي بلکې دوی ترهګر دي او د قوانینو له مخې حکومت کولی شي، چې ترهګر اعدام کړي.

په کابل کې د ملي امنیت د لوړو پوړو چارواکو د ساتنې په یوه ریاست د ترهګریز او خونړي برید وروسته د افغان حکومت په پالیسو کې هم بدلون راغی او له دغه بدلون سره سم د ځینو حرکتونو له خوا د هغو کسانو د اعدام د سزا د تطبیق غوښتنه هم وشوه، چې په اعدام محکوم شوي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې له هغو زنداني طالبانو چې د اعدام غوښتنه یې پرلپسې وشوه، هغه د حقاني شبکې د مشر مولوي جلال الدین حقاني د زوی او د سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني د اعدام غوښتنه هم پکې وه.

XS
SM
MD
LG