د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د محرمو اسنادو په اړه د عدلیې وزارت له تحقیقاتو سره مخامخ دی


جو بایډن، د امریکا ولسمشر
جو بایډن، د امریکا ولسمشر

د امریکا د ولسمشر جو بایډن په دفتر او کور کې د محرمو دولتي اسنادو د موندل کېدو په اړه نوموړی د عدلیې وزارت له تحقیقاتو سره مخامخ دی.

د واشنګټن په یوې څېړنیزې موسسې کې د بایډن په دفتر او په دلویر ایالت کې د هغه په کور کې، د امریکا د منځنۍ دورې له ټاکنو وړاندې د تېرې نومبر میاشتې په پیل کې، د اوباما د حکومت د دورې د ځینو محرمو اسنادو د موندل کېدو په اړه تېره اونۍ راپورونه خپاره شول.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کرن ژان پېیر، په دې اړه د خبریالانو د پښتنې په ځواب کې وویل: "دا یوه حقوقي موضوع ده. زه به تاسو د سپینې ماڼۍ د مشاور دفتر ته راجع کړم. زه به یې همدلته پریږدم، نورو جزیاتو ته به یې نه ځم."

د سپینې ماڼۍ ویاندې په دې اړه د شفافیت ډاډ ورکړ خو د عدلیې وزارت لخوا د روانو تحقیقاتو له امله یې د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

ماهرین وايي، په داسې یوه هېواد کې چې په میلیونونو وګړي محرمو اسنادو ته لاسرسی لري، له دغو اسنادو سره ممکنه ناسم چلند طبیعي خبره ده او زیاتره وخت له سرغړوونکو سره یوازې په اداري چوکاټ کې برخورد کیږي.

د ملي امنیت د مسایلو مدافع وکیل، مارک زید، وویل: "تر هغه حده چې حقایق بدل نشي، د ولسمشر بایډن د حقوقي دعوا خطر ډېر لږ او حتی د صفر برابر دی. پدې اړه پیغام ورکول د هغه دپاره اوس خورا مهم دي. نو، په حقیقت کې د ولسمشر په استوګنځي کې د نورو اسنادو د موندنې په اړه د حقیقت پټول، پداسې حال کې چې هغوی خبر وو چې دا اسناد څلور اونۍ مخکې موندل شوي وو، سخته تېروتنه وه."

تیره اونۍ د امریکا لوی څارنوال میرک ګارلینډ پدې اړه د تحقیقاتو دپاره رابرټ هور د ځانګړي مفتش په توګه وګوماره. د متحده ایالاتو دا پخوانی څارنوال په ۲۰۱۷ کې د هغه وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا نومول شوی و. پر ټرمپ هم تور دی چې په غیرقانوني توګه یې محرم اسناد ساتلي دي. د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (FBI) په تېرې اګست میاشتې کې په فلوریډا ایالت کې د ټرمپ د مارا لاګو په استوګنځي کې په لسګونو محرم اسناد وموندل.

جمهوري غوښتونکي پر بایډن او ډیموکراتانو تور لګوي چې پدې اړه دوه ګونی چلند کوي.

د استازو جرګې رئیس، کیوین مک کارتي وویل: "هغه پر ولسمشر ټرمپ نیوکه وکړه. ایا هغه پر ولسمشر ټرمپ د برید دپاره د عدلیې وزارت وکاروه؟ فکر کوئ دا سم کار وو؟ دوی له ټاکنو دمخه پوهېدل چې د ولسمشر بایډن سره دا پېښېدونکي دي، مګر دا خبره یې د امریکا له خلکو څخه پټه ساتلې وه."

جمهوري غوښتونکي چې اوس د استازو په جرګه کې په لږ اکثریت کې دي، پدې اړه ملي امنیت ته د رسېدلي احتمالي زیان په ګډون د جلا پلټنو ژمنه کړې ده.

سپینې ماڼۍ دا ادعا رد کړې چې وايي د امریکا متحدین اندېښمن دي چې د بایډن اداره رازونه نشي ساتلای.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند، جان کربي، وویل: "زموږ متحدین او شریکان، په اوکراین کې د روسیې له یرغل څخه نیولې د هند - آرام سمندر په سیمه کې د چین تر زورواکۍ پورې، د هغو ګډو ګواښونو او ننګونو په اړه ډېر اندېښمن دي چې موږ په ټوله نړۍ کې ورسره مخامخ یو."

XS
SM
MD
LG