د لاس رسي وړ اتصالات

غني: سوله باید ټول افغانستان لپاره وي نه یوازې کابل لپاره


افغان ولسمشر وايي، د سولې په مشورتي کمېټیو کې دې د ولایتي مېرمنو ونډه زیاته شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د «لېندۍ پر۱۸مه» په ارګ کې د سولې په اړه د افغان ښځو د ملي اجماع په غونډه کې ویلي چې د سولې په پروسه کې باید کابل محور نه، بلکې افغانستان محوره واوسو.

افغان مېرمنې
افغان مېرمنې

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني د سولې په اړه د مېرمنو د خبرو تر اورېدو وروسته ویلي چې:"د هېواد په اساسي قانون کې هر راتلونکی بدلون به د هغه میکانیزم پر بنسټ وي چې اساسي قانون تشریح کړی وي."

هغه وايي چې ملي یووالی د هېواد د اتفاق کیلي ده او په ملي یووالي کې د ښځو رول مهم دی.

افغان ولسمشر پر داسې مهال د سولې په مشورتي بورډ کې د ولایتي مېرمنو د ونډې پر زیاتوالي ټینګار کوي چې څو ورځې مخکې یوناما هم د سولې په بهیر کې د مېرمنو پر ونډې ټینګار کړی و.

ښاغلي غني ویلي چې سوله د یوې روښانې اقتصادي طرحې پرته نشي راتلی او زیاته کړې ده چې ځوانانو ته باید د وړتیا له‌مخې په دولتي ادارو کې د کار کولو زمینه برابره شي.

ولسمشر غني له افغان مېرمنو سره په دغه لیدنه کې همدارنګه ویلي چې د زورواکو او مفسدینو سره د مبارزې جدي اراده لري او په دې برخه کې د ښځو ملاتړ حتمي بللی.

بیان وايي چې ولسمشر غني‌ همدارنګه ویلي چې د اوبو څو بندونه جوړ شوي او د څو نورو بندونو جوړلو پر طرحو کار روان دی چې تر راتلونکو دوو کلونو به د هېڅ یو ولایت مرکز بې برېښنا پاتې نشي.

XS
SM
MD
LG