د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ افغان حکومت له زندانونو ۴۵۱۸ بندیان ازاد کړي


د افغانستان د زندانونو د چارو تنظیمونکې اداره وايي، تر دا مهاله د ولسمشر غني د فرمان په اساس ۴۵۱۸بندیان له زندانونو څخه ازاد شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د «وري ۷» په زندانونو کې د کروناویروس پراخېدو مخنیوي په هدف له زندانونو څخه د ۱۰۰۰۰ بندیانو د ازادولو فرمان صادر کړ.

د زندانونو د چارو تنظیمولو ادارې د اپرېل۱۴ (وري ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې هڅه کیږي د ولسمشر غني د فرمان په اساس د پاتې زندانیانو دوسیو ته هم رسیدګي وشي.

یاده اداره وايي چې په ازاد شوو کسانو کې شځې هم شاملې دي، خو دا یې نه دي ویلي چې یاد کسانو کې څومره ښځې شاملې دي.

د زندانونو د چارو ادارې د معلوماتو په اساس هغه زندانیان چې د قانوني دلایلو په اساس په دغه فرمان کې نه شامليږي په زندانونو کې دننه د کروناویروس مخنیوي او وقایوي تدابیر ورته په پام کې نیول شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې تر دا مهاله په افغان زندانون کې د کروناویروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کروناویروس پراخېدو سره هم مهاله د بخښنې نړیوال سازمان له افغان حکومت څخه غوښتي چې د افغان زنداني ښځو خوشي کولو ته لومړیتوب ورکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان پرون د اپرېل۱۰ (وري ۲۲) په یوې اعلامیې کې ګواښ کړی و چې "په افغانستان کې د کروناویروس پراخېدو د افغانستان په زندانونو کې د ښځینه زندانیانو او د هغوی د ماشومانو ژوند د خطر له ګواښ سره مخ کړی دی.

افغان حکومت له کرونا سره د مبارزې او سولې ته رسېدو په هدف ۳۶۱ طالب بندیان هم له بګرام زندان څخه ازاد کړي دي.

XS
SM
MD
LG