د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني پلوو وسله والو نایجریا کې د پولیسو دوه افسران وژلي


د نایجریا پولیس وایي د پیښې په تړاو یې ګڼ شمیر کسان نیولي دي.
د نایجریا پولیس وایي د پیښې په تړاو یې ګڼ شمیر کسان نیولي دي.

په نایجریا کې پولیس وایي د شعیه ګانو یوې غیر قانونې شوې ایراني پلوې ډلې د دې هیواد په پایتخت ابوجا کې د قانون تطبیق دوه افسران وژلي دي او درې نور یې د بې هوښۍ په حالت کې موندل شویدي.

د پولیسو ویاند جوسفین ادیه په یوې اعلامیې کې ویلي چې د نایجریا اسلامي خوځښت په نامه ډلې چې پدې هیواد کې یې په فعالیت بندیز لګیدلی، د نایجریا پولیس ځواکونو باندې پرته له کومې پاریدنې برید کړی.

د پولیسو دې چارواکي ویلي چې وسله والو د تالاشۍ په یوې پوستې کې په پولیسو برید کړی ؛ د پولیسو دوه پرسونل یې وژلي او درې نور یې په روغتون کې د بې هوښۍ حالت کې موندل شویدي.

ښاغلي ادیه همدارنګه ویلي چې وسله والو د پولیسو د ګزمې درې موټرو ته اور اچولی.

پولیسو ویلي چې برید کوونکي د یکشنبې ورځې په برید کې له اوږدو چړو، چاقوګانو او تعبیه شویو چاودیدونکو موادو څخه کار اخیستی.

د ابوجا د پولیسو کمیشنر دا پښه غندلې او هوډ یې څرګند کړی چې ددې پیښې عاملین به عدالت ته را کش کوي. هغه همدرانګه ویلي چې د پیښې په تړاو ګڼ شمیر کسان نیول شویدي.

د پولیسو دې جګپوړي چارواکي همدرانګه ویلي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او په سیمه کې وضعیت عادي دی.

د نایجریا اسلامي خوځښت چې په ایران کې د ۱۹۷۰ لسیزې اسلامي انقلاب څخه یې الهام اخیستی، لا هم د تهران سره نږدې اړیکې پالي او د ۲۰۱۹ کال راهیسې د نایجریا د سیکولر چارواکو سره په جنجال کې ده.

د دې ډلې مشر، ابراهم زکزاکي او میرمن یې د څه باندې پنځو کالونو بند تیرولو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د نایجریا په شمال کې د یوې محکمې لخوا آزاد شول.

زکزاکي چې شعیه عالم دی په پرله پسې توګه یې په نایجریا کې د ایران اسلامي انقلاب په شان عمل غوښتنه کړې، پداسې حال کې چې د دې هیواد اکثریت اوسیدونکي سني مسلمانان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG