د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د عمران خان د پرېښودو په ضد مظاهره شوې 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د حکومت سلګونو پلویانو د مخکني صدراعظم عمران خان د پرېښودو په ضد مظاهره وکړه او د قاضي القضات، چې د عمران خان د پرېښودو امر یې کړی و، د استعفی غوښتنه وکړه.

عمران خان د سه شنبې په ورځ ونیول شو چې بیا د پاکستان سترې محکمې د هغه نیول غیر قانوني وبلل.

د حکومت سلګونو پلویانو د قاضي القضات دا پرېکړه په قانون «باندې ملنډې» بولي. د اوسني صدراعظم شهباز شریف یو پلوی مظاهره کوونکی مالک حسام محمود وايي: «قاضي القضات او د هغه څو ملګري د عدلیې داسې بې احترامي کوي چې مخکې یې ساری نه دی لیدل شوی. داسې ښکاري چې عدالت د یو سړي په خدمت کې دی. موږ دلته یو چې د قانون د حاکمیت او عدلیې د بې پریتوب لپاره مظاهره وکړو.»

نن دوشنبه مۍ ۱۵ (غوايي ۲۵) په مرکز اسلام اباد کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او مظاهره کوونکو د محکمې په مخکې شعارونه ورکول.

محکمه وايي چې د عمران خان په نیولو سره «عدالت ته د هغه د رسېدو حق تر پښو» لاندې شوی دی. عمران خان، چې د فساد له تورونو سره مخامخ دی، په اسلام اباد کې محکمې ته حاضر شوی و چې د احتساب پولیسو ونیوه او بندي یې کړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله تېره ورځ ویلي وو چې خلک د محکمې د دې پرېکړې په اړه په «غوصه او په قهر دي» او غواړي په لوی شمېر کې راووځي.

په همدې حال کې عمران خان نن دوشنبه بیا محکمې ته حاضر شوی و، د هغه مدافع وکیلان وايي چې دوی د هغو تازه پېښو او «تاوتریخوالي» په اړه معلومات غواړي چې د عمران له نیول کېدو وروسته شوي دي. دا قضیه به د سه شنبې په ورځ هم روانه وي.

له عمران خان سره د هغه میرمن، بشری بی بي هم وه، چې د فساد په قضیو کې له خپل مېړه سره دخیله بلل کېږي.

د عمران خان پلویانو د هغه د موټر په مخکې سپینه پرده نیولې وه چې له رسنیو څخه پناه وي. عمران خان د جمعې په ورځ په ضمانت خوشې شوی دی.

پولیس مقامات وايي چې د عمران خان له نیول کېدو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې وکړې چې په تاوتریخوالي کې شاوخوا نهه تنه وژل شوي او څه باندې ۷۰۰۰ نور نیول شوي دي. د کورنیو ارو وزیر ثناءالله وايي چې عمران خان به بیا نیول کېږي او «تروریزم او تاوتریخوالی له مخکې پلان شوي وو او د خان له لوري عملي» شول. خو عمران خان دا ټول تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې د تاوتریخوالي په اړه باید شفافې پلټنې وشي.

د عمران خان قضیه داسې مهال توده شوې ده چې ټاکل شوې د اکتوبر په میاشت کې په پاکستان کې بیا انتخابات وشي، عمران خان په خپلو غونډو کې اوسنی حکومت باندې کلک انتقادونه کړي او د پاکستان سیاسي ګوندونه او امریکا یې تورن کړي چې له واک څخه د هغه په لېرې کېدو لاس لري، خو سیاسي ګوندونو او پاکستاني مقاماتو دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG