د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: له افغانستان څخه د خلکو اېستل خطرناک دي


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي چې امریکایي ځواکونو د جولای د میاشتې راپدیخوا شاوخوا ۱۸ زره کسان د افغانستان نه را ایستلي دي.

ښاغلي بایډن وویل چې یوازې د اګست د میاشتې د ۱۴ راهیسې چې د افغانستان نه د یو شمیر کسانو د ایستلو بهیر پیل شوی، شاوخوا ۱۳ زره کسان ایستل شویدي.

بایډن چې د افغانستان نه د امریکایي اتباعو او نورو کسانو د ایستلو د بهیر په هکله یې خبریالانو ته معلومات ورکول، وویل چې دا ماموریت به ادامه ولري.

سره لدې چې لا هم د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر نه ملکي پروزانه ندي پیل شوي خو جو بایډن وویل چې امریکایي ځواکونو د کابل هوایي ډګر خوندي کړی او د نظامي الوتکو تر څنګ چارتر شوې سوداګریزې الوتکې هم د کسانو په ایستلو کې مرسته کوي.

امریکا د کابل د هوایي ډګر او د سفارت د مامورینو د خوندیتوب لپاره څه باندې۶۰۰۰ عسکر افغانستان ته استولي.

جمهور رئیس جو بایډن همدرانګه وویل چې د هغو افغانانو د رایستلو لپاره هم د ټولو امکاناتو نه کار اخلي، چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو یا حکومت سره د ژباړونکو په توګه یا بل ماموریت کې کار کړی وي.

متحده ایالاتو د دې کسانو لپاره د ځانګړو ویزو بهیر چټک کړی او څو پروازونه یې وار د مخه امریکا ته را رسیدلي دي.

جو بایډن همدرانګه وویل چې پدې تیرو څو ورځو کې یې د یو شمیر امریکایي مطبوعاتو کار کوونکي هم د افغانستان نه را ایستلي دي.

سره لدې چې طالبانو "عفوه" اعلان کړې خو لا هم ګڼ شمیر خلک په هغوي بې باوره دي او زرګونه خلک د کابل په هوایي ډګر کې پدې نیت راټول شوي چې د افغانستان نه ووځي.

جو بایډن یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری ورکړی که په افغانسان کې یې په امریکایي عسکرو برید وکړ او یا یې د تخلیې د ماموریت د ګډوډلو هڅه وکړله، "سخت ځواب" به ورته وویل شي.

د امریکا جمهور رئیس همدرانګه وویل چې د طالبانو سره په اړیکه کې دی چې ملکي خلک په خوندي توګه هوایي ډګر ته راشي، په ځانګړي توګه امریکایي اتباع.

XS
SM
MD
LG