د لاس رسي وړ اتصالات

هسې مو هم وژني نو غلې ولې کینو- وړانگه لوڼۍ


د پښتون تحفظ تحریک د غړي ابراهیم ارمان لوڼې خور وړانگه لوڼۍ د خپلې ورور د جنازې په مراسمو کې په یوې وینا کې د پښتون تحریک ملاتړو ته ویلي دي چې پوځ یې هسې هم وژني نو ښه به دا وي چې د ویرې غلي نه شي.

د پښتون تحریک د غړي ارمان خور وړانگې د خپل ورور د جنازې په مراسمو کې گډون وکړ او گډونوالو ته یې وینا وکړه. هغې وویل:

"زما ورور ډیر بی رحمانه ووژل شو خو تاسو مه ویریږئ. هغوي به تاسو هسې هم وژني که تاسو غږ پورته هم نه کړئ.مونږ پخپله خاوره امن غواړو. مونږ غواړو چې زمونږ ځوانان اتڼ کوي او په خوشحالۍ ژوند وکړي."

ابراهیم امان لوڼی د تح‏ریک لمړنی غړی دی چې د مبارزې په دوران کې ووژل شو.

د ارمان لوڼي د قتل نه وروسته د تحریک مشرانو سخت غبرگون ښودلی دی. وړانگې د تحریک د غړیو نه غوښتي چې هغوي دې د عدم تشدد مبارزې ته دوام ورکړي.

وړانگې زیاته کړه: "مونږ د دوي د ظلمونو، تشدد او جنگونو نه تنگ شوي یو. خپلو ځانونه منظم کړئ او خپل صلاحیتونه په کار راولئ چې خپل وطن ته سوله راولئ."

دغه مهال د پښتون تحفظ مشر منظور پښتین هم د جنازې گدونوالو ته وینا وکړه. هغه وویل: "پوځ چې کوم مظالم په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ترسره کړیدي، هم هغه کارونه یې دلته پیل کړیدي. ارمان لوڼي د دغه خلاف احتجاج کاوه او دوي قتل کړ."

د یادونې وړ ده چې د ارمان لوني د قتل په اړه د پاکستان رسنیو هیڅ ډول رپورټ ندی خپور کړی او د پي ټي ایم په اړه یې خپلې پالیسۍ ته دوام ورکړیدی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG