د لاس رسي وړ اتصالات

پښتین: پوځ، ISI او طالبان یو دي، بیل بیل یې مه یادوئ


لاهور - اپریل ٢٢، د موچي دروازې په تاریخي میدان کې د پښتون ژغورنې د غورځنگ غونډه
لاهور - اپریل ٢٢، د موچي دروازې په تاریخي میدان کې د پښتون ژغورنې د غورځنگ غونډه

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتین وویل چې نور د پښتون محکومیت نه شي زغملی او په واک او امکاناتو کې خپله برخه غواړي.

منظور پښتین په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید د تحقیقاتو غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه "ای اس ای، پوځ، پوځي استخبارات او طالبان ټول دي، بیل بیل یې مه یادوی."

ښاغلي پښتین په خپله وینا د څو تنه پښتنو د وژنې کیسې وکړې چې د پاکستان د پوځ لخوا وژل شوې دي، او د هر یوه نوم، ځای او د پیښې څرنگوالی یې بیان کړ.

ښاغلي پښتین وویل تر هغې به مبارزه کوي چې پر پښتنو باندې د پوځي جنرالانو لخوا د شوي ظلم حساب وشي.

پښتین وویل چې هغوی (ای اس ای) په رسنیو ځکه محدودیتونه لګوي چې د بې گناه پښتنو تښتونې او وژنې ته ادامه ورکړي.

د منظور پښتین تر وینا مخکې د غورځنګ نورو مشرانو، د پنجاب، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر او د بلوچستان فعالانو هم ویناوې وکړې.

د پيښور د ارمي پبلک سکول په ترهګریز برید کې د یوه وژل شوي ماشوم د پلار وینا د اوریدونکو احساسات راوپارول.

د ماشوم پلار فضل خان وویل” زه چې د خپلو بچو سره په کوم یوه پوځي چیک پوسټ تیریږم نو وړوکی بچی رانه پوښتنه کوي چې بابا دا خو هغه خلک دي چې زما ورور یې وژلی دی؟

په لاهور کې د پښتنو غونډې ته د پاکستان د اردو ژبې د انقلابي شاعر حبیب جالب لور د خپل پلار مشهور نظم “دستور” په ترنم سره واوراوه او خلکو یې تود هرکلی وکړ.

حبیب جالب دغه نظم پخپل ژوند د پوځي واکمنانو په ضد په همدې موچي ګیټ کې یوې غونډې ته اورولی ؤ.

د لاهور د موچي دروازه په نوم په تاریخي میدان کې د پښتون ژغورنې غورځنگ غونډه د پښتین په دې خبره پای ته ورسیده چې "د اپریل په ٢٩ به په سوات کې راغونډیږو، او د می میاشتې په دولسمه به په کراچی کې جلسه کوو"

د پاکستان تلویزیوني رسنیو یو ځل بیا د غونډې خبرونه نشر نکړل خو د نړیوالو رسنیو ځینې خبریالان غونډې ته ورغلي وه، او ډېر شمېر خلکو د فیسبوک له لارې ژوندۍ نشر کړه.

XS
SM
MD
LG