د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين ویلي دي چې د پاکستان د دولتي ادارو له خوا پر جبر، ځورونو او بريدونو سره سره به په هر حال کې د جمعې په ورځ (اکتوبر ۱۱) جرګه کوي.
نوموړي د اکتوبر پر نهمه (تله ۱۸) ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه په يو ويډيويي پيغام کې ادعا کړې چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو او د جرګې پر منتظمينو په ډزو کې درې کسان وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي.
هغه زياته کړې ده چې د جرګې او د پښتنو د يووالي لپاره به "سرونه قربان کړي خو ټيټ به يې نه کړي".
نوموړي دا خبرې تر هغه وروسته وکړې چې د پي ټي اېم د غړو د ادعا له مخې، د اکتوبر پر نهمه (تله ۱۸) د خيبر په رېګي للمه ميدان کې د پولیسو د رپوټونو له مخې په "مستقیمو" ډزو کې د غورځنګ درې غړي ووژل شول او له۱۰ زيات ژوبل شول.
د وژل شويو کسانو مړي د جرګې انتظامي کېمپ ته راوړل شوي او د پښتين په وينا د اکتوبر پر ۱۰ (تله ۱۹) ماسپښين درې بجې به يې د جنازې لمونځ کېږي او بيا به خاورو ته سپارل کېږي. نوموړي زياته کړه چې وژل شوي کسان د وزيرستان، باجوړ او کوټې دي.
پولیسو لا د پي ټي اېم د جرګې پر انتظامي کیمپ د تازه چاپې او د غورځنګ پر پلويانو د ډزو په اړه د خپرو شویو راپورنو په تړاو څه نه دي ویلي خو د خیبر انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) ثناالله خان د اکتوبر له نهمې څخه د نومبر تر اوومې نېټې پورې په دغه ولسوالۍ کې پر هر ډول ولسي غونډو بندیز اعلان کړی دی.
د پاکستان د بشري حقون کميسيون په خيبر کې د پي ټي اېم پر پلويانو پر ډزو کولو "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده.
کميسيون د اکتوبر پر نهمه (تله ۱۸) پر خپله رسمي اېکس پاڼه په خپاره بيان کې ويلي: "موږ د هغو مظاهرچیانو پر وړاندې، چې بې وسلې دي، د هر ډول غیر قانوني ځواک کارولو مخالفت کوو. [د پاکستان] دولت لا دمخه پر پي ټي اېم په بنديز لګولو سره غیر مناسب اقدام کړی او هڅه یې کړې چې د "قامي جرګې" مخه ونیسي، سره له دې چې د پېښور های کورټ (عالي محکمې) پرېکړه د پي ټي اېم د پلویانو په سوله ييز ډول د راغونډېدو حق خوندي کوي."
دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر پر ۱۱مه د خيبر د جمرود سيمې په رېګي للمه ميدان کې "د پښتنو قامي عدالت" په نامه درې ورځنۍ جرګه وربللې ده چې د غورځنګ د مشر منظور پښتين په وينا، په هغه جرګه کې به د پښتنو په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتنو د وسايلو تر څنګ د يوشمېر نورو چارو په اړه بحث او ګډې پرېکړې کوي.
منظور پښتين په خپل ويډيويي پيغام کې وويل چې د پښتنو پر خاوره "په منظمه توګه کاروباري او ډالري جنګونه وشول چې وينې د پښتنو پکې توی شوې او پيسې نورو پکې وګټلې".
هغه زياته کړه: "۸۰ زره پښتانه شهيدان شول، زرګونه ورک دي، له دوه لکه زيات کورونه ړنګ شول، له ۷۰ تر ۸۰ لکه کسان بې کوره شول، بازارونه يې ړنګ شول او ودردېدل او وځورېدل خو نن هم د بې يقېنۍ ژوند کوي چې سبا به پر خپله سيمه وي او که نه به وي."
پښتين وويل، پښتانه نن هم بې روزګاره دي او په پرديو وطنونو کې د بل مزدورۍ کوي. د هغه په وينا، د دې لوی لامل دا دی چې پښتانه پر خپلو وسايلو واک نه لري او بل چا ورڅخه قبضه کړي دي.
تر دې وړاندې، د اکتوبر پر نهمه (تله ۱۸) د پي ټي اېم يو مخکښ نورالله ترين رسنيو ته ويلي وو، که حکومت په خيبر کې جرګې ته پرېنښودل نو بيا به دغه جرګه د پېښور پر سړکونو، د قول اردو د مشر د دفتر يا د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير د دفتر مخې ته کوي، خو د هغه په وينا، جرګه به په هيڅ حال کې نه پرېږدي.
دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر پر شپږمه (تله ۱۵) په یو حکم کې ویلي وو چې پي ټي اېم په خپلو فعالیتونو سره د هېواد "سولې او امنیت ته زیان رسوي" چې له امله يې حکومت "د ۱۹۹۷ کال د ترهګرۍ مخنیوي قانون" د واک په کارولو بنديز ورباندې لګوي.
په پاکستان کې چې حکومت د یو سازمان نوم "تر بنديز لاندې ډلو" په نوملړ کې شامل کړي نو بیا یې شتمني کنګل کېږي، دفترونه یې تړل کېږي او پر مشرانو او غړو یې د ولسي غونډو جوړولو، د ویناګانو کولو او د لیکنو پر خپرولو بندیز لګېږي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د اکتوبر پر نهمه (تله ۱۸) په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې تر بنديز لاندې ډلو د غړيو بانکي حسابونه تړل کېږي او شناختي کارډ او پاسپورټ يې هم بندېږي. نوموړي زياته کړه، که هر چا له پي ټي اېم سره مرسته وکړه، نو د هغوی شناختي کارډ او پاسپورټ به هم وربندوي.
تر دې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ د اکتوبر پر اتمه (تله ۱۷) په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال د څه ډول ثبوت وړاندې کولو پرته تور پورې کړ چې پي ټي اېم له "ترهګرو ډلو" سره تماسونه لري.
نوموړي ادعا وکړه چې پي ټي اېم "دولت ضد بيانيه" پر مخ وړي او په بهرنيو هېوادونو کې د پاکستان پر سفارتونو او کونسلګريو په بريدونو کې لاس لري.
پښتون ژغورنې غورځنګ د تارړ ادعاوې او تورونه بې اساسه او له حقيقته ليرې بللي او زياته کړې يې ده چې پښتانه خپله د ترهګرۍ تر ټولو لوی هدف ګرځېدلي دي. پي ټي اېم تر دې وړاندې هم په خپلو غونډو او بيانیو کې د وسله والو طالبانو په ګډون د هرډول ترهګرۍ او جنګ خلاف غږ پورته کړی او ويلي يې دي چې د پاکستان د ائين او قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره "سوله ييزه مبارزه" کوي.
په عين حال کې د بخښنې نړیوال سازمان يا اېمنسټي انټرنېشنل د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې پر پي ټي اېم دې لګول شوی بنديز "سمدستي" ليرې کړي.
سازمان د اکتوبر پر اتمه (تله ۱۷) پر ټولنيزه شبکه اېکس په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې پر پي ټي اېم د پاکستان د حکومت بندیز او د لږکيو ډلو د فعالانو او سوله يیزو مظاهرچیانو په نښه کولو لپاره د ترهګرۍ ضد قوانینو کارول په دغه هېواد کې "د سوله يیزو غونډو او د سازمانونو د ازادۍ پر حقونو تېری دی".
بل خوا د پاکستان د بشري حقونو کميسيون هم پر پي ټي اېم د بنديز پرېکړه غندلې ده. کميسيون د اکتوبر پر شپږمه ناوخته (تله ۱۵) پر خپله رسمي اېکس پاڼه په خپور کړي بيان کې ويلي چې "پي ټي اېم د حقونو پر بنسټ جوړ غورځنګ دی چې هیڅکله یې تاوتریخوالی نه دی کړی او تل یې [د پاکستان] د اساسي قانون په چوکاټ کې دننه د خپل مرام پيروکاري کړې ده."
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين پر غورځنګ د پاکستان د مرکزي حکومت د بنديز په غبرګون کې ويلي چې "تش په نامه مرکزي حکومت د پښتون دښمنۍ او افراطیت له ټولو حدونو تېری کړی دی."
نوموړي د اکتوبر پر شپږمه (تله ۱۵) پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په اعلاميه کې زياته کړې ده چې حکومت پر پي ټي اېم په بنديز لګولو سره "انتهايي ظالمانه عمل" تر سره کړی دی.
د پي ټي اېم مشر منظور پښتين د اکتوبر پر پنځمه (تله ۱۴) پر ټولنيزې شبکې اېکس لیکلي دي چې پولیسو د جرګې د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې چاپو وهلو ته دوام ورکړی دی او تر اوسه یې د پي ټي اېم له ۲۰۰ زیات غړي نیولي دي.
په پېښور کې د سياسي چارو شنونکی حق نواز خان وايي چې په خيبر پښتونخوا ايالت، په ځانګړې توګه په قبايلي سيمو کې مېشت پښتانه يو خوا ترهګرۍ ځپلي او بلخوا د پوځي عملياتو له امله هم اغېزمن شوي دي، خو د هغه په وينا، د مرکزي حکومت له خوا پر پي ټي اېم د بنديز لګولو اقدام به دوی له دولته نور هم ناهيلي کړي.
نوموړی زياتوي: "پر ځای د دې چې د دوی [پي ټي اېم] خبرې اورېدل شوي وای او دوی ته پاملرنه شوې وای، د دوی خلاف بنديزونه به پر سياسي کچه باندې په پښتنو کې کرکه نوره هم زياته کړي."
پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸ کال کې تاسیس شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ د تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري لادرکیو، بې له محاکمې وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخه مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي غونډې کړې دي.
فورم \ دبحث خونه