د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست او پکتیا کې د ارمان لوڼي یاد غونډې وشوې


په خوست او پکتیا کې د ارمان لوڼي یاد غونډې وشوې
په خوست او پکتیا کې د ارمان لوڼي یاد غونډې وشوې

د خوست او پکتيا مدني فعالانو له نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمان څخه غوښتي چې د ارمان لوڼي قضيه دې وڅېړي.

په خوست او پکتيا ولایتونو کې يو شمېر مدني فعالانو د پنجشنبې په ورځ ( د مارچ ۱۴) د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي مخکښ غړي ابراهيم چې په ارمان لوڼي مشهور د وژل کیدو څلویښتمه ورځ ولمانځله.

دغه مدني فعالانو په دوو جلا غونډو کې د پاکستان له حکومت نه وغوښتل، چې د هغه د وژنې قضيه وڅيړي او عاملينو ته يې سزا ورکړي.

په ګردېز کې د ارمان لوڼي د وژنې د څلوېښتمې په پار راټولو شويو مدني فعالانو د هغه وژنه د پښتنو د وژلو د سلسلې يوه برخه وبلله. دوی د پاکستان حکومت د پښتنو په نسل وژنې تورن کړ.

افضل زيار پکتيا کې د ګام مدني بنسټ مشر وايي ” ارمان لوڼی په افغاني خاوره په لوی افغانستان باندې د عدم تشدد ماډرنېست سياستوال و، چې د پښتنو هغه حق يې غوښته چې تراوسه پورې له پنجابي دولت څخه نه و ترلاسه شوی‟.

د ګردېز يو بل اوسېدونکی منوچهر وايي ”هغه څوک چې ددغو مسايلو لامل دي هغوی بايد په نړيوالو محکمو کې محاکمه شي، څو نور خلک ددغو مبارزو ځوانانو د لارې خنډ نه شي‟.

د څلوېښتو ورځو په تېرېدو سره لاهم د پاکستان حکومت د ارمان لوڼي د وژلو قضيه نه ده ثبت کړې.

دې حالت لر و بر پښتانه لا نور په غوصه کړي او د هغه هېواد پر حکومت يې اعتراضونو ته دوام ورکړی.

په خوست کې د پي ټي اېم مخکښ ملاتړي فريدالله قربان له اشنا راډيو سره په خبرو کې له نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو له نړيوال سازمانه وغوښتل چې د ارمان لوڼي قضيې ته دې رسيده ګي وکړي.

قربان وايي”زه فکر کوم پاکستانی رياست په دې سره غواړي چې د پښتنو دغه روحيه او يا دغه مبارزه چې دوی د پي ټي اېم په چوکاټ کې را پيل کړې ده وځپي، دوی اصل نه غواړي چې د پښتنو حقوق ترلاسه شي يا د پښتنو دغې مبارزې ته درناوی ولري‟.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين په لارښوونه پرون پر پاکستان او افغانستان سربېره د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو کې هم يو شمېر پښتنو د ارمان لوڼي د څلوېښتمې په مناسبت غونډې وکړې.

که څه هم پاکستاني چارواکو د ارمان لوڼي د وژلو په اړه تازه څرګندونې نه دي کړې، خو څه موده مخکې د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ويلي وو، چې لوڼي د زړه د حملې له امله ژوند له لاسه ورکړی و.

XS
SM
MD
LG