د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان بیرغ یا د تشناب کاغذ؟ د گوگل تېروتنه


ښايي تاسو د گوگل لټون سیستم د ډېرو مسایلو د پلټولو لپاره کارولی وي او سمه نتیجه مو هم ترلاسه کړي وي.

خو دا وارې ښايي د گوگل د لټون د سیستم نتیجه تاسې ته حیرانونکې وي.

که چیرې د گوگل د پلټولو په سیستم کې د تصویرونو په برخه کې په انگلیسي "best toilet paper in the world" یعنی "د نړۍ تر ټولو ښه تشناب کاغذ" ولیکئ،نو نتیجه یې تر ډېره د پاکستان ملي بیرغ ووینی.

داسې باور دی چې دا به د هغو کسانو کار وي چې په هندي کشمیر کې د فبرورۍ د ١۴ بمي برید په اعتراض کې کړی دی. پدې برید کې لږ تر لږه ۴٠ هندي سرتیري وژل شوي. ددغه برید مسؤلیت چې پر هندي ځواکونو باندې د سخت دریځو تر ټولو ستر برید گڼل شوی د جیش محمد سخت دریځې ډلې په غاړه اخیستی چې په پاکستان کې میشت ده.

د نړۍ د تشناب تر ټولو ښه کاغذ پر ځای د پاکستان شین او سپین بیرغ هم ددغه برید نه لږ وروسته په گوگل کې راڅرگند شوی دی. ددغې پیښې وروسته د هند صدراعظم نرندرا مودي خبرداری ورکړ چې پاکستان به منزوي کړي.

د گوگل د لټون سیستم د تصویرونو په برخې او همداشان عمومي برخې کې د نړۍ د تشناب د ښه کاغذ د لټې په ځواب کې د کشمیر د حملې اړوند خبرونه هم کارونکو ته وړاندې کیږي.

پدغو تصویرونو کې د هغو انتقادي لیکنو انځورونه هم شته چې د ټولنیزو شبکو کارونکو په کې د پاکستان بیرغ د تشناب له کاغذ سره پرتله کړی دی.

د گوگل شرکت تر اوسه ندي ویلي چې دغه وضعیت څنگه رامنځ ته شوی دی او ولې د پاکستان بیرغ ددې شرکت د لټون په ماشین کې د تشناب د ښه کاغذ ځای نیولی دی. خو دا لومړی ځل ندی چې د گوگل د لټون ماشین عجیبې نتیجې لټون کوونکو ته وړاندې کوي.

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د هند صدراعظم نرندرا مودي په گډون د نړۍ یو شمیر مشران هم یو وخت د گوگل د لټون په سیستم کې د یو شمیر سپکو څرگندونو په نتیجه کې څرگندیدل.

XS
SM
MD
LG