د لاس رسي وړ اتصالات

پنجاب کې د یو نرښځې ژوندي سوځولو سخت غبرگون پارولې


د پاکستان د پنجاب په صوبې کې د پنجشنبې په ورځ یو نرښځې یو ډله کسانو ژوندې وسوځوه او هغه روغتون ته د رسیدو نه وروسته ساه ورکړه.

ځینو کسانو هغه وخت چې دغه نرښځې د اور په لبمو کې سوځیده، ویډیوگانې جوړې کړې او په ټولنیزو رسنیو یې شریکې کړیدي چې سخت غبرگون یې پارولې دی.

د پنجاب د ساهیوال په سیمې کې یو نرښځې یوه ډله کسانو هغه وخت وواژه چې د د ډیلې پاکستان ورځپانې د رپورټ په اساس، یې کوښښ کاوه چې د جنسي تیري نه ځان وژغوري.

د نرښځیانو د ټولنې مشرې الماس بوبي په خپل فیسبک د دې پیښې په اړه په یو پېغام کې وویل چې حکومت دې ژر تر ژره تحقیقات وکړي او قاتلان دې اعدام شي. هغې وویل چې کوم نرښځې چې سوځول شوېدی، د هغه د بدن ټول غړي دومره سوځیدلې دي چې د هغې پیژندگلو هم ناممکنه وه.

په پاکستان کې د دیم (THEM) د ټولنې د تحقېق مطابق د ٢٠١٥ کال راپدیخوا ٦٥ نرښځیان وژل شویدي او غمیزه دا ده چې د نرښځېانو سره د ظلم او تشدد پیښو ته حکومت پام نه کوي ځکه چې اکثر نرښځیان په ماشومتوب کې خپلې کورنۍ شړلې وي.

نورین نصیر چې د پیښور په پوهنتون کې پروفیسره ده، پدغې پیښې سخت خپگان څرگند کړیدی. هغې امریکاغږ ته وویل چې دغه ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو ولیده او بیا دیته مجبوره شوه چې د فشار د کمولو دوا وخوري ځکه دغه پیښې پرې سخت اثر وکړ. هغې وویل "کله چې یوه ټولنه په بې سره ډلې بدله شي نو بیا د هغې سره هیڅ څوک مرسته نشې کولی. اوس مونږ یوه هجوم یو، د خپلو احساساتو غلامي کوو".

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې او لیکوالې مونا نصیر چې په اسلام اباد کې میشته ده، امریکا غږ ته وویل "د دا ډول ظلم په کیمرې ثبتول او د هغې نه خوند اخیستل، داسې ښکاري چې دا مونږ د ټولنې نوی عادي حالت دی. د مشال خان ډله ایز قتل او اوس دا پیښه، ثابتوي چې مونږ د ټولنې په توگه دا خبرې اوس عادي گڼو. هیڅ څوک هم ندي خوا بدې شوي. د بشري حقونو وزیره هم غلې ده او په نورو شیانو کې مصروفه ده."

د پاکستان د نرښځیانو د حقونو ټولنو د دغې ظالمانه عمل خلاف غږ پورته کړیدی. د ټرانس ایکشن پلان د ټولنې یو مامور امریکاغږ ته وویل چې د ساهیوال پیښه د نرښځیانو ضد د ظلم د پیښو د لړۍ وروستۍ پیښه ده.

د ډان ورځپاڼه لیکي چې د پنجاب پولیسو تروسه پورې دغه پیښه نده رجسټر کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG