د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: پوتین به د ناوالني د مرګ 'ستره بیه' ادا کړي


 بایډن په کالیفورنیا ایالت کې د ناوالني له کنډې او لور سره په شخصي توګه لیدنه کړې ده.
بایډن په کالیفورنیا ایالت کې د ناوالني له کنډې او لور سره په شخصي توګه لیدنه کړې ده.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ فبروري ۲۳ (کب ۴) وویل چې پر روسیې نوي بندیزونه به ولسمشر ولادیمیر پوتین دې ته اړ کړي چې په اوکراین کې د خپلې جګړې او په زندان کې د مخالف سیاسي مشر الیکسي ناوالني د مرګ "خورا ستره بیه" ادا کړي.

دا بندیزونه چې د امریکا د مالیې وزارت په وینا د جګړې له پیل راهیسې په یو وار ترټولو پراخ بندیزونه دي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې اړوند او یوه اونۍ دمخه په زندان کې د پوتین د تر ټولو سخت منتقد الیکسي ناوالني د مړینې په وجه په څه دپاسه ۵۰۰ اهدافو باندې لګول کیږي.

ولسمشر بایډن وویل: "دا بندیزونه به هغه کسان په نښه کړي چې د ناوالني له زنداني کولو سره تړاو لري او همدارنګه د روسیې مالي سکتور، دفاعي صنعتي اډې، د تدارکاتو شبکې او د نړۍ د څو وچو په یو شمیر هیوادونو کې سرغړونکي په نښه کړي."

بایډن په یوه اعلامیه کې وویل: "دا [بندیزونه] به ډاډ ترلاسه کړي چې پوتین به په بهر کې د خپل تیري او په کور دننه د جبر لپاره حتی خورا سخته بیه ادا کړي."

هغه زیاته کړه: "موږ همداشان په نژدې ۱۰۰ شرکتونو باندې د صادراتو نوي بندیزونه لګولي چې د روسیې د جنګي ماشین لپاره پټ ملاتړ چمتو کوي."

متحده ایالاتو او متحدینو یې د جګړې له پیل راهیسې د روسیې په وړاندې یو لړ اقدامات پلي کړي، چې په کې د مالي شتمنیو بندول، د پرمختللي تخنیکي صادراتو محدودول او د روسیې د تیلو صادراتو د پلور بیې ته د رسمي حد ټاکل شامل دي.

خو له بلې خوا د اوکراین لپاره د متحده ایالاتو د پوځي ملاتړ بسته په کانګرس کې د سیاسي کړکیچ له امله پداسې حال کې ځنډول شوې، چې روسیه پدې وروستیو کې د جګړې په ډګر کې مهمې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.

همداشان د نړۍ اوو سترو اقتصادونو، اروپايي اتحادیې او استرالیا یو ایتلاف اعلان کړی چې غواړي د روسیې د خامو تیلو د یو بیلر ۶۰ ډالره بیه نوره هم راکمه کړي.

بایډن ویلي چې پوتین د ۴۷ کلن ناوالني د مړینې مسؤل دی. د کرملین دا منتقد په ۲۰۲۰ کې د مسموم کیدو له یوې پیښې څخه په سختۍ ژوندی پاتې شو.

الکسي ناوالني په روسیه کې تر مسمومېدو وروسته جرمني ته ولېږدول شو او پنځه میاشتې تر درملنې لاندې و. هغه مهال هغه ویلي وو چې کرملین دده د مسمومولو مسئول دی، خو د روسیې حکومت په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل.

ولسمشر بایډن د پنجشنبې په ورځ وویل چې په کالیفورنیا ایالت کې یې د ناوالني له کنډې او لور سره په شخصي توګه لیدنه کړې ده.

په سان فرانسیسکو ښار کې د ناوالني له میرمنې یولیا او لور داشا ناوالني سره تر لیدو وروسته بایډن خبریالانو ته وویل چې د پوتین مرحوم مخالف "یو باور نه کیدونکی زړور سړی" و.

د ناوالني له مړینې وروسته یو شمېر اروپايي حکومتونو روسي ډیپلوماټان احضار کړل او د کریملین د دغه سخت مخالف د مړینې له کبله یې پر هغوی نیوکې وکړې. په ورته وخت کې جرمني پر شپږو روسي چارواکو بندیزونه ولګول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG