د لاس رسي وړ اتصالات

هغه پېلغه چې د کلاشینکوف په زور یې طالبان له خپل کلي ایستلي


د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د قمرګل په نوم دغه انجلۍ او ۱۲ کلن ورور یې د دغه ولایت د تیوره ولسوالۍ په «ګریوه» سیمه کې وسله والو طالبانو ته ماتې ورکړې ده.

د غور ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روانې میاشتې پر ۲۷مه نېټه پر «ګریوه» کلي د وسله والو طالبانو په برید کې درې تنه ووژل شول چې دوه تنه یې سیمه ییز پولیسو او یوه یې ښځه وه.

بیان وايي چې وروسته قمرګل او ورور یې د طالبانو پر ضد وسله پورته کړه او طالبانو ته د تلفاتو په اړولو سره یې دغه ډله له خپلې سیمې څخه و ایستل.

د غور ولایت مقام ویلي چې د وو تنو وژل شوو وسله والو طالبانو جسدونه هم په سیمه کې پاتې دي.

نن سې شنبه جولای ۲۱ (چنګاښ۳۱) د غور ولایت ویاند عارف عیار هم امریکا غږ ته وویل چې د کامران په مشرۍ د وسله والو طالبانو یو پنځوس کسیزې ډلې څو شپې مخکې کلي ته په داخلېدو سره د شپې یوه بجه د قمر ګل پر کور برید وکړ چې پرمهال یې د قمر ګل پلار او مور ووژل شول.

هغه وویل چې د قمر ګل پلار په دولت کې رسمي دنده نه لرله، خو زیاته یې کړه چې له دولت څخه یې ملاتړ کاوه.

ښاغلي عیار وویل چې قمرګل اوس مهال امن ځای کې ده چې په وینا یې د نن ورځې تر پایه به د غور مرکز پیروز کوه ته انتقال شي.

نوموړي زیاته کړه: "د نن ورځې تر پایه به هغه انجلۍ د غور مرکز پیروز کووه پورې ورسیږي، ولسمشر غني غوښتې او وروسته به یې کابل ته واستوو."

د غور چارواکي ویلي چې د تیوره ولسوالۍ ښځینه او نارینه مجبور شوي چې له خپلو کورنو څخه دفاع وکړي.

د تیوره ولسوال محمد رفیق علم هم ویلي چې قمر ګل او ورور یې خوندي سیمې ته انتقال شوي او هیڅ ډول خطر او ګواښ ورته نه دی متوجه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم پر خپل ټويټر لیکلي چې د افغانستان کابینې د قمر ګل د اتلولۍ قدرداني کړې ده.

په ښوونیزو برخو کې د افغانستان د دفاع وزارت مرستیالې منیره یوسفزاده هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې قمر ګل ټولو وسله والو ته د افغان مېرمنو یو روښانه پیغام دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG