د لاس رسي وړ اتصالات

د قدس قواو قوماندان قاسم سلیماني امریکايي ځواکونو برید کې ووژل شو


د ایران دولتي تلویزیون د سپاه پاسداران د قدس قواو قوماندان جنرال قاسم سلیماني وژل کیدل تائید کړي
د ایران دولتي تلویزیون د سپاه پاسداران د قدس قواو قوماندان جنرال قاسم سلیماني وژل کیدل تائید کړي

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني د عراق د پایتخت بغداد پر هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو په یو برید کې ووژل شو.

د ایران دولتي تلویزیون د سپاه پاسداران ځواکونو د یوې اعلامیې له مخې دا برید، چې د جمعې په ورځ ( مرغومی ۱۳ مه) سهاروختي شوی تائید کړی او ویلي دي، چې په دې برید کې د عراق د حشد الشعبي شیعه ډلې قومندان مهدي المهندس هم وژل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت هم په یوه اعلامیه کې د قاسم سلیماني وژل تائید کړي او ویلي دي، چې دا برید د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په امر شوی دی.

د امریکا دفاع وازارت اعلامیه کې دا برید د "امریکايي منسوبینو د ساتنې لپاره د یو قاطع دفاعي اقدام" په توګه ګڼل شوی دی.

په اعلامیه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قومندان جنرال قاسم سلیماني د سلګونو امریکايي او ائتلافي ځواکونو د پوځیانو د وژلو او زرګونو نورو د ټپي کیدلو مسوول ګڼل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت په دغه اعلامیه کې ویلي " قاسم سلیماني په فعال ډول په عراق او په ټوله سیمه کې پر امریکايي پوځیانو او دپلوماتانو باندې بریدونه پلانول".

د امریکا د دفاع وزارت په اعلامیه کې د دسمبر په ۲۷ مه په عراق کې د ائتلافي ځواکونو په یوې اډې باندې د برید مسولیت هم د قاسم سلیماني په غاړه اچول شوی دی.

تمه کیږي، چې د قاسم سلیماني وژل کیدل به، چې له ایران څخه بهر د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو د فعالیتونو مسوولیت يې په غاړه وو، د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګیلتیا د زیاتیدو سبب شي.

د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ځواک د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د ځواکونو په لیکو کې جنګیدل او د عراق د پخواني جمهور رئیس صدام حسین د رژیم د ړنګیدو وروسته قاسم سلیماني او د قدس قواوی په عراق کې شیعه ملیشه ډلو سره ډیرې نږدې اړیکې پاللې.

د عراق د پایتخت د بغداد پر هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو دا برید په بغداد کې د امریکا په سفارت د ایران تر ملاتړ لاندې د حشد الشعبي د ملیشه ډلې له خوا د برید درې ورځې وروسته شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې په بغداد کې د امریکا پر سفارت باندې برید هم د قاسم سلیماني له خوا تنظیم شوی وو.

د ایران مذهبي مشر د غچ اخیستلو ګواښ کړی

د ایران دولتي خبري آژانس ارنا د راپور له مخې، د ایران مذهبي مشر ایت الله سید علي خامنه يي په يو پیغام کې د امریکا د پوځ په برید کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قومندان جنرال قاسم سلیماني وژل په سختو ټکو غندلي او د هغه د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

په دغه پیغام کې ایت الله خامنه يي ویلي، چې کوم کار، چې قاسم سلیماني کوه هغه به دوام ومومي " خو یو سخت انتقام د هغو جنایتکارانو انتظار وباسي، چې خپل پلید لاس یې د هغه او ددې پیښې د نورو شهیدانو په وینو ککړ کړ".

د ایران مذهبي مشر په خپل پیغام کې په دغه برید کې دعراق د حشد الشعبي شیعه ډلې قومندان مهدي المهندس وژل کیدو ته هم اشاره کړې ده.

د ایران مذهبي مشر د جنرال قاسم سلیماني د وژلو له امله درې ورځینی ماتم هم اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG