د لاس رسي وړ اتصالات

صلاح الدین رباني استعفا وکړه


ښاغلي رباني ولسمشر غني ته خپله استعفا وړاندې کړې ده
ښاغلي رباني ولسمشر غني ته خپله استعفا وړاندې کړې ده

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني له خپلې دندې استعفا وکړه.

ښاغلي رباني مستقیمآ خپله استعفا ولسمشر غني ته وړاندې کړې.

ښاغلي رباني د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۲۳) رسنیو ته په یوې لیږل شوې اعلامیې کې ویلي: "اوس چې د ملي وحدت د حکومت کاري موده ختمه شوې او په اوسنیو حساسو شرایطو کې تر بل هر وخت پیوستون او نژدیوالي ته ډېر ضرورت دی، د هغوی له لوري، چې د دولت سازۍ ادعا لري، په بېلابېلو ډولونو د دولتي ادارو تخریب د پټولو او منلو نه دی."

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ولسمشر غني د ښاغلي رباني استعفا ومنله.

صلاح الدین رباني له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهېسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست و. د هغه اړیکې له ولسمشر غني سره هاغسې چې په کار و، ښې نه وې.

همدا څو اونۍ مخکې ارګ پاکستان ته د طالبانو د سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د "نامسولانه څرګندونو " له کبله له دندې لېرې کړ. خو اجرايي ریاست بیا دا پرېکړه رد کړې وه.

تر دې مخکې د فساد پر ضد د ارزیابۍ او نظارت کمېټې د بهرنیو چارو وزارت په اداري فساد تورن کړی و او د اداري اصلاحاتو کمیسیون بیا ویلي وو چې دغه وزارت ورسره همکاري نکوي.

خو ښاغلي رباني دا تورونه سیاسي بللي وو او رد کړي یې وو. صلاح الدین رباني د جمعیت اسلامي ګوند مشر دی. اجرایي رئیس عبدالله عبدالله د ولسمشر په ټاکنو کې د همدغه ګوند کاندید و.

ښاغلی رباني داسې مهال استعفی کوي چې ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنو ابتدايي پایلې ژر اعلان شي او په دې اساس به نوی حکومت افغانستان کې کار پیلوي.

XS
SM
MD
LG