د لاس رسي وړ اتصالات

اورښتونه او سیلابونه د افغانستان ۲۲ ولایتونه ګواښي


د افغانستان د هوا پیژندنې اداره خبرتیا ورکوي، چې په ایران کې له درنو ورښتونو او سیلابونو وروسته د دغه هیواد ۲۲ ولایتونه د درنو ورښتونو او سیلابونو له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د هوا پیژندنې د وړاندوینې آمر نسیم مرادي امریکا غږــ آشنا راډیو ته وویل، په احتمالي توګه به راتلونکي ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان یو شمیر سیمې د شدیدو ورښتونو او سیلابونو سره مخ شي.

د دغې ادارې د ریپوټ پر اساس، په کندز، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، نورستان، کنړ، ننګرهار، کاپیسا، پروان، بامیان، پنجشیر،کابل او سالنګ لوې لارې کې د ورښتونو شدت نسبت لغمان، لوګر، وردګ، دایکندي، سرپل، بلخ، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې ډیر اټکل شوی دی.

د ښاغلي مرادي پر وینا په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د ورښت کچه د ۲۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

تر دې دمه افغان حکومت د راروانو ورښتونو او سیلابونو په اړه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې ورښتونو او سیلابونو د ایران په شمال کې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

XS
SM
MD
LG