د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په روژه کې د اوربند غوښتنه رد کړه


طالبانو د اوربند په اړه د حکومت غوښتنه رد کړې ده
طالبانو د اوربند په اړه د حکومت غوښتنه رد کړې ده

د افغانستان سترې محکمې په یوه اعلامیه کې نن د جمعې ورځ د اپریل ۲۴ ( غويي ۵)په دغه هیواد کې د روژې د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې ده.

خو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د شیعه مذهب ځینو پیروانو نن روژه نه ده نیولې او ټاکل شوې چې هغوی به د شنبې په ورځ رژوه نیول پیل کړي.

د روژې له پيل سره او د کرونا د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د اوربند د ټینګیدو غوښتنې هم شوي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپل یو پیغام کې ویلي دي:"په دې حساس وضعیت کې چې کرونا ویروس ناروغي په ټول هیواد کې خپره شوې د طالبانو له ډلې د افغانستان د خلکو او حکومت غوښتنه داده چې د روژې د میاشتې په حرمت زمونږ د سولې او اوربند غږ ته لبیک ووايي او د افغانستان د خلکو په وړاندې د تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او سوله ییز ژوند خپل کړي."

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې میرمن دیبرا لاینز چې د پنجشنبې په ورځ یې خپل ماموریت پیل کړ، په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د اوربند غوښتنه وکړه.

هغه ویلي دي "د هیواد او نړیوالې ټولنې لپاره د ناڅرګنده حالت د اوږدوالي او همدارنګه د کویډ ۱۹ د وژونکې ننګونې پر مهال، زه له ټولو څخه په کلکه غواړم چې د یو نړیوال اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي د بیړنۍ غوښتنې ملاتړ وکړي، تر څو ټوپکونه بند اوافغانان د دې توان پیدا کړي چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره سره یو ځای شي."

خو طالبانو د کرونا د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره اوربند رد کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي :"اسلامي امارت له امریکا سره دتوافقنامې په لاسلیک هغه جامع مکانیزم ومانه، امنیت شورا اوبین المللی ټولنې هم تایید کړ چې که عملي شي موږ اوربند اوسولې ته رسوي. دکرونا له امله زرګونه بندیان په خطرکې اچولو او دتوافقنامې دبشپړ تطبیق اودسولې پروسې دمخنیوي با وجود اوربند غوښتل معقول ندی."

په افغانستان کې د روژې په میاشت کې چې د نور وخت پرتله په جوماتونو او بازارنو کې ګڼه ګوڼه ډیره وي د کرونا د ویروس لا خپریدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.

د پنجشنبې تر ورځې د دغه هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د کرونا د ویروس ۱۲۳۵ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

په ګاونډیو هېوادونو کې روژه

د افغانستان دوو ګاونډیو ایران او پاکستان کې به هم روژه د شنبې په ورځ پیل شي.

د پاکستان د روژې د میاشتې د لیدلو ملي کمیټې د شنبې ورځ د روژې د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې ده.

خو د تیرو کلنو په څیر د دغه هیواد د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د قاسم علي خان جومات امام مفتي شهاب الدین پوپلزي جمعه د روژې د میاشتې د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې ده.

په پاکستان کې هر کال د خیبر پښتونخوا د ایالت ډیر اوسیدونکي د مفتي شهاب الدین پر اعلان روژه نیسي. هندوستان کې هم مسلمانو د جمعې ورځ د روژې د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې ده.

په افغانستان کې مسلمانان تر ډیره روژه او اختر د سعودي عربستان سره په یوه ورځ لمانځي.

د رپوټونو له مخې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر او کویټ هم جمعه د روژې د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG