د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د ډله ییز تیري قرباني نجلۍ مړه شوه


هندي ۱۹ کلنې نجلۍ چې دوه اونۍ مخکې پرې یوې ډلې نارینو جنسي تیری کړی و، د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې ۸) په روغتون کې ساه ورکړه.

دغه پیښه په هند کې د پراخو مظاهرو سبب شوه او سیاسي مخالفانو د هند حکومت د "ښځو په ساتنه کې په ناکامۍ" تورن کړ.

د سه شنبې په ورځ شاوخوا ۳۰۰ مظاهره کوونکي پداسې حال کې چې شعارونه یې ورکول هغه روغتون ته ننوتل چې دغه قرباني شوې نجلۍ په کې مړه شوې ده.

د هند د حکومت د مخالف ګوند کانګرس مشرې پریانکا گاندي وادرا، په یو ټویټري پیغام کې لیکلي: " [په هند کې] د ښځو تقریباً هیڅ ساتنه نه کیږي. جنایتکاران په ازاده توګه جنایت کوي."

د پولیسو مقاماتو ویلي چې څلور تنه یې ددغې پیښې په تړاو نیولي دي.

د جنسي تیرې دغه نوې قرباني چې نوم یې ندی اخیستل شوی د سپتمبر په ۱۴ د نوي ډهلي په ۱۰۰ کیلومترۍ کې د هتراس په سیمه کې خپل کور ته نژدې په یوه کرونده کې د څو تنو نارینو له خوا د جنسي تیري ښکار شوه.

د هتراس د سیمې محلي مسولینو د یوې وینا په خپرولو سره ویلي دي: "مونږ د چټک تعقیب او د دې قضیې په هکله په چټکه توکه د مدارکو د راټولولو په خاطر محکمې ته عرض کوو."

هند ددې سره سره چې د نړۍ ستره دموکراسي ګڼل کیږي، ښځو ته یو د نړۍ د خطرناکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. د هند د حکومت د شمیرو له مخې چې د روان کال په جنورۍ کې خپرې شوي په ۲۰۱۸ کال کې په هرو ۱۵ دقیقو کې په هند کې پر یوې ښځې جنسي تیری شوی و.

د اتراپردیش ایالت چې د جنسي تیري دغه نوې پیښه په کې شوې، د هند د واکمن ګوند – بهارتیا جنتا – له لورې اداره کیږي. اتراپردیش ښځو ته د هند یو له ناامنو ایالتونو څخه دی.

د تیر کال په دسمبر کې د هند په اتراپردیش ایالت کې د ډله ییز تیري یوه ۲۳ کلنه قرباني شوی ښځه هغه وخت د یوې ډلې نارینو له خوا وسوزول شوه چې غوښتل یې محکمې ته شکایت وکړي.

XS
SM
MD
LG