د لاس رسي وړ اتصالات

راشد او نبي د ټیم له مشرۍ د اصغر افغان ګوښه کولو پریکړه ناسمه بللې


اصغر افغان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان په توګه ټاکل شوی وو.
اصغر افغان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان په توګه ټاکل شوی وو.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم دوو وتلو لوبغاړو راشد خان او محمد نبي د ملي ټيم د کپتانۍ څخه د اصغر افغان د ګوښه کولو په اړه د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې د پریکړې سره مخالفت ښودلی او ویلي دي، چې د کرکټ د نړیوال جام وړاندې د هغه ګوښه کول به په دغه جام کې د افغان لوبغاړو په روحیه او ټیم په کړنو ناسمه اغیزه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي د جمعې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل، چې اصغر افغان یې د ټیم له کپتانۍ لری کړی او له دې وروسته به ګلبدین نایب د یو ورځنیو لوبو، راشد خان د شل اوریزو او رحمت شاه د ټیسټ سیالیو د کپټانانو په توګه د افغان کرکټ ملي ټیم رهبري کړي.

همداشان راشد خان د ګلبدین نایب د مرستیال، شفیق الله شفق د راشد خان د مرستیال او حشمت الله شهیدي د رحمت شاه د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

راشد خان په خپل ټویټر پاڼه لیکلي " د غوراوي کمیټې ته په بشپړ درناوي سره، زه په کلکه د پریکړې سره موافق نه یم ځکه، چې دا یو غیر مسولانه او یو جانبداره پریکړه ده. د دې لپاره، چې د کرکټ نړیوال جام زمونږ مخ کې دی، کپتان اصغر افغان باید زمونږ د کپتان په حیث پاتې شي. د ټیم د بریالیتوب لپاره د کپتان په توګه د هغه پاتې کیدل خورا مهم دي".

همداشان راشد خان لیکلي، چې د کرکټ نړیوال جام ته څو میاشتې پاتې دي او د کپتان بدلول به د ټیم غړي مغشوش کړي او د هغوی پر مورال به اغیزه وکړي.

د افغانستان د کرکټ پخواني کپتان او د کرکټ وتلي لوبغاړي محمد نبي هم د افغانستان کرکټ بورډ دا پریکړه ناسمه بللې ده.

ښاغلي نبي لیکلي "د اوږدې مودې لپاره د ټیم د یو لوبیدلي غړي او د افغانستان د کرکټ راپورته کیدلو د شاهد په توګه، زه فکر نه کوم، چې د کرکټ د نړیوال جام وړاندې به د کپتان د بدلولو لپاره دا مناسب وخت وي. ټیم د اصغر تر مشرۍ لاندې ښه وده کړې او شخصآ دا ګڼم، چې هغه یو مناسب کپتان دی، چې زمونږ مشري وکړي.

اصغر افغان د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم مشري کوله.

XS
SM
MD
LG