د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان خیریه ټولنه جوړه کړه


راشد خان وايي ټولنه یې په پام کې لري چې د افغانستان ډېرو ولایتونو ته خپل فعالیت وغځوي.
راشد خان وايي ټولنه یې په پام کې لري چې د افغانستان ډېرو ولایتونو ته خپل فعالیت وغځوي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي راشد خان له یتیمانو او نورو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره خیریه ټولنه جوړه کړې ده.

د "راشد خان خیریه بنسټ" په پام کې لري چې لمړی په افغانستان کې له شاوخوا ۵۰۰ یتیم ماشومانو سره د ښوونځي په ورتګ کې مرسته وکړي.

راشد خان امریکا غږ ته وویل چې له لمړي ټولګي نیولې تر ۱۲ ټولګي پورې به د دغو یتیمو ماشومانو د ښوونې ټول لګښت د ده ټولنه ورکوي.

ده وویل "افغانستان او د افغانانو دوعاو دې ځای ته ورسولم، اوس یې وخت دی چې خپلې ټولنې او خپلو خلکو ته خدمت وکړم."

د راشد خان د خیریه بنسټ د بورډ غړی نهضت خان شینواري امریکا غږ ته وویل چې ډېر ژر به د بنسټ رسمي کارونه پیل شي.

ښاغلي شینواري وویل "داوس لپاره په کابل، ننګرهار او لغمان کې دا پلان لرو چې یتیمان راټول، تعلیمي سویه یې معلومه او په ښوونځیو کې یې داخل کړو. په اول قدم کې به د ۵۰۰ او ۱۰۰ ترمنځ یتیمان راټولو، وروسته به یې زیات کړو او د افغانستان نورو ولایتونو کې به هم دا کار پیلوو."

ښاغلی شینواری وايي چې دوی د بنسټ لپاره یو ویپاڼه هم جوړه شوې چې پيغام او فعالیتونه یې له افغانستان څخه د باندې هم خلکو ته ورسول شي.

د راشد خان خیریه ټولنه د افغانستان د عدليې او اقتصاد وزارتونو سره ثبت او راجستر شوی او په پام کې لري چې په همدې اونۍ کې کابل کې له یتیمانو څخه ازموینه واخلي.

راشد خان وايي چې بنسټ یې په پام کې لري چې په راتلونکي کې په نورو بشري چارو لکه روغتیا، طبیعي آفاتو د ځپل شویو، خلکو ته د پاکو اوبو د رسولو او نورو برخو کې هم خپل فعالیت پراخ کړي.

د اوس لپاره د دغو یتیمانو د سرپرستۍ ټول لګښت راشد خان ورکوي، خو ښايي نور خلک هم د هغه له بنسټ سره مرسته وکړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG