د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ په یو راپور کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښوونې او روزنې سیستم ته د ایډلوژیکي بڼې د ورکولو د هڅو په اړه ویلي چې دغې ډلې په څه باندې تیرو دریو کلنو کې په هدفي ډول د خپلې ایډیالوژۍ پراساس د ښوونځیو او پوهنتونونو درسي نصاب کې اساسي بدلونونه راوستي دي.
د رواداري بنسټ چې له بهر څخه د افغانستان په دننه کې ددغه هیواد د بشري وضعیت په اړه راپورونه خپروي، د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۰ (لړم ۳۰) په یو تازه راپور کې د طالبانو له خوا په تیرو څه باندې دریو کلنو کې له زده کړو او د بشري حقونو څخه د ښځو او نجونو د محرمیدل عمدي بللی او ویلي دي چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د دغه هیواد په ښوونیز سیستم کې په هدفي ډول خپلې ایډیالوژۍ ته د ځای ورکولو هڅې کړي دي .
دغه بنسټ ویلي: "د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ چې طالبان بیا پر هیواد مسلط شو، لږ تر لږه ۷۰ فرمانونه، اوامر او اعلامیې یې د کار، ازاد تګ راتګ، روغتیايي خدمتونو ته لاس رسي د حق او د تعلیم د حق په ګډون یې د ښځو د ژوند محدودولو لپاره صادر کړي دي. ددې فرمانونو او اعلامیو یوه برخه په هدفي او بنسټیز شوي ډول د هیواد د ښځو او نجونو د تعلیم د حق د سلبولو لپاره صادر شوي دي".
دا راپور چې ددغه بنسټ د څارونکو له خوا د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د قربانیانو او د ښځو په ګډون د عیني شاهدانو او سیمه ییزو منابعو سره د مرکو او پوښتنو د فورمو له لارې ترتیب شوی په کې د زده کړو له حق څخه د ښځو او نجونو د محرومیدو او د طالبانو تر کنټرول لاندې په ښوونیزو مرکزونو او موسسوکې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روزنې په تړاو مسایلو ته ځای ورکړ شوی دی.
د رواداري بنسټ ویلي چې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې طالبانو د یو شمیر ښوونځیواو پوهنتونونو له درسي نصاب او کتابتونونو څخه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو اړوند مضامین حذف کړي دي او معلولیت لرونکې نجونې یې د سواد او کسب د یادولو پروګرامو ته له لاس رسي هم محرومې کړې دي.
به دې راپور کې ویل شوي: "که څه هم طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو د قوانينو د لغوه کولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو ددې راپور موندنې ښيي چې هغوی یاد قوانین عملآ نه پلي کوي، بلکې په سليقه يي ډول او د کتبې او شفاهي فرمانونو د ټولګي پر بنسټ د تعلیمي او تحصیلي موسسو فعالیت په خپل زړه رهبري کوي. سره له دې چې دا مهال د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو لپاره مشخص قانون وجود نلري او په همدې دلیل د هیواد د پوهنتونونو او ښوونځیو پر فضا بشپړه ګډوډی او بې نظمي حاکمه ده".
د روداري بنسټ ویلي چې له بل پلوه، د طالبانو د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو په تېرو درې کلونو کې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې په درسي پروګرامونو کې ډېر بدلونونه پلي کړي دي. داسې چې اصلي مضامينو ته کمه پاملرنه کيږي او پر ځای يې هغو موضوعاتو ته لومړيتوب ورکول کيږي چې ډېری خپله د طالبانو روايت بيانوي.
دغه بنسټ ویلي چې سربیره پر دې، په تېرو درې کلونو کې د پام وړ مسلکي ځواک او د پوهنتونونو استادانو هيواد پرېښی. په همدې دليل په تعليمي او تحصيلي موسسو کې د درسي کيفيت کچه ټيټه شوې ده.
د جعفري فقې پر ځای د حنفي فقې تدریس
دغه بنسټ ویلي: "د ترلاسه شویو شواهدو پر بنسټ، د طالبانو پوهنې وزارت تر دې مهاله د ژوند مهارتونه، مدني تعليمات، خط او رسم او په يو شمېر درسي ټولګيو کې وطن دوستي، فرهنګ، د ټولنزيو علومو درسونه، هنر او په شيعه مېشتو ولایتونو کې د جعفري فقې اړوند مضامین 'غیر ضروري مضامین' بللي، د ښوونځيو له درسي نصاب څخه يې حذف کړي او پر ځای يې يا د دیني مضامينو درسي ساعتونه زيات کړي او يا يې نوي دیني مضامین په درسي پروګرامونو کې شامل کړي دي. ټول دیني مضامین چې دا مهال په ښوونځيو کې تدریس کیږي او يا نوي د پوهنې وزارت له خوا په درسي پروګرامونو کې شامل شوي دي د حنفي فقې اړوند دي."
د رواداري بنسټ په دې راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د توشیح وروسته پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو له خوا محدودیتونه نور هم زیات شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي :"له بله پلوه د طالبانو د پوهنې وزارت په شیعه میشتو ولایتونو او سیمو کې د فقې اړوند موضوعات د دینیاتو له کتابونو حذف کړي او پرځای یې حنفي فقه تدریسوي. همدا راز د طالبانو د پوهنې وزارت د امارت پیژندنې، طالب پیژندنې، د داعش پر ضد تبلیغات، جهاد او له امریکایانو سره د جګړې په اړه معلومات د ښوونځیو په درسي پروګرامونو کې شامل کړي او د ملي سرود اود تاریخي څیرو پیژندنه یې د یو شمیر ښوونځیو له درسي کتابونو څخه حذف کړي دي".
پوهنتونونو کې د نصاب بدلول
د دې راپور د موندنو پر بنسټ، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت هم په تېرو درې کلونو کې د ټول هيواد د پوهنتونونو په درسي پروګرامونو کې بدلونونه پلي کړي دي او په دې ترتيب يې نوي موضوعات او مضامین لکه امارت پېژندنه، د قرآن کريم تجويد، اديان او مذاهب، د اسلامي اقتصادي نظام، د اسلام سیاسي نظام، د اسلامي ټولنیز او کورنی نظام، حنفي فقه، اسلامي فکر پېژندنه، د اسلامي افکارو تاريخ، اسلامي اخلاقیات او مهم اسلامي شخصيتونه، د نويو او مستقلو مضامينو په توګه د پوهنتونونو په درسي پروګرامونو کې شامل کړي دي.
د رواداري موندنې ښيي چې دا مهال د ټول هيواد په پوهنتونونو کې ډېر درسي واحدونه د حنفي فقې اړوند دیني او اسلامي مضامينو ته ځانګړي شوي.
روداري په دې راپور کې ویلي چې د باميان ولایت کې یو تن سره چې ور سره مرکه شوې ويلي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دیني او فرعي مضامينو د واحدونو شمېر چې په تحصيلي رشتو پورې تړاو نه لري په بې اصوله توګه زيات شوی او پر همدې دليل اصلي او اختصاصي مضامينو خپل اهميت له لاسه ورکړی دی.
همدا راز، مخکې په يو شمېر پوهنتونونواو د لوړو زده کړو په نیمه عالي موسسوکې د بشري حقونو، سولې او دیموکراسۍ د اختياري مضامينو په توګه تدريس کیدل، خو اوس طالبانو د دې مضامينو تدريس په بشپړه توګه منع کړی او پر ځای يې دیني مضامین په درسي پروګرام کې شامل کړي دي.
سربیره پر دې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د باميان پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې د جعفري فقې تدریس بند کړی او پرځای یې د حنفي فقې اړوند مضامین نورو شيعه مېشتو ولایتونو کې هم اجباري کړي دي
لکه څنګه چې له دايکندي ولایت څخه سرچینو رواداري ته ویلي چې د حنفي فقې، ثقافت، عقايد او سیرت النبي مضامین ددې ولایت په ټولو تعليمي او تحصيلي مرا کزو کې لازمي شوي دي.
په کنړ ولایت کې هم طالبانو د سلفيانو (اهل حديث) اړوند معلومات د پوهنتونونو له درسي کتابونو څخه حذف کړي دي. د رواداري په راپور کې په افغانستان کې د زده کړو حق ته د نجونو او ښځو د لاس رسي وضعیت، د لوړو زدکړو ايډيولوژیک کول او د طالبانو د پام وړ لوري باندې د پوهنتونونو نقش ته لوری ورکولو یادونه شوې او ویل شوي چې دا ډول اقداماتلا هم دوام لري او لکه څنګه چې مرکه شويو کسانو دغه بنسټ ته ويلي ټاکل شوې په تحصلي نصاب کې لا ډېر بدلونونه به ترسره شي. په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خپله وروستۍ پرېکړه کې د اسلامي ثقافت ټولو استادانو او د شرعیاتو پوهنځيو ته امر کړی چې بايد د ډيپارټمنټونو او پوهنځيو د درسي پروګرامونو څارنه وکړي چې د " غیر دیني او غیر ضروري " موضوعاتو د تدريس مخنيوی وشي او د اړتيا وړ بدلونونه په درسي پروګرامونو کې شامل شي.
روداري د راپور له مخې په همدې برخه کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په وروستيو کې ويلي چې هغوی د طبيعي او سايني د علومو د تعليمي او تحصيلي نصاب د بيا کتنې لپاره په عملي ډول اقدام کړی او رياضي، فزيک، بيولوژي اوکيميا مضامین له دیني پلوه ارزوي.
د ښوونځيو او پوهنتونونو د کتابتونونو تفتيش
د دې راپور د موندنو پر بنسټ طالبانو په څو پړاونو کې د تعليمي او تحصيلي مراکزو کتابتونونه تفتيش او څارلي دي او ډېر شمېر کتابونه په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او د بشری حقونو اړوند کتابونه، مقالې او معلومات يې ترې راټول کړي دي.
د رواداري په دې راپور کې په افغانستان کې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د تعلیم د قومي، مذهبي لږکيو زده کوونکو او محصلينو لپاره د تعليم حق، په مورنۍ ژبه د زده کړې حق، د مذهب، فرهنګ او تاريخ د زده کړې حق، په دیني مدرسو کې تاوتریخوالی، تنبه او جنسي زورونې، ښځو د تعليم او تحصيل له حق څخه د محرومیت ټولنیزې، روحي او اقتصادي پايلې، د روحي ستونزو زياتېدل او د ښځو او نجونو تر منځ د ځان وژنې هڅې، اجباري او ژر ودونو، پټ او انلاین بڼه ښوونه او روزنه، بورسونه او د تحصيلي لګښتونو مرسته، دیني مدرسو په اړه موضوعات هم څیړلي دي.
دا راپور وايي چې د طالبانو دغو اقدامات پر افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې ډیر ناسمې اغیزې کړي او هغوی یې د روحي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړي او په کورنیو کې يې تاوتریخوالی زیات شکړې، چې له امله یې جبري ودونو شمیر کې هم زیاتوالی راغلی دی.
فورم \ دبحث خونه